1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پر اغزن سیم ناندرۍ او پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه

امید دیدار
۱۴۰۰ دی ۲, پنجشنبه

افغانستان کې د طالبانو د حکومت سرچینو رسنیو ته منلې، چې د یکشنبې پر ورځ یې ځواکونو د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ له لوري د اغزن تار غځولو مخه نیولې ده.

https://p.dw.com/p/44mI3
Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، اوس سیمه کې حالت عادي دی؛ خو رویټرز د طالبانو د یوه بل ویاند بلال کریمي له قوله لیکلي، چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.

پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې طالب ځواکونو د ننګرهار لالپورې کې هغه اغزن سیم ځان سره وړی، چې ګومان کېږي پاکستاني پوځ پر ډیورنډ کرښې د تېرولو په خاطر ور وړی و.

په دغې ویډیو کې یو کس، چې وروسته مالومه شوه د ننګرهار د ملي امنیت رییس ډاکټر بشیر دی، پاکستاني لوري ته د مخکې راتلو په صورت کې د بالمثل عمل ګوتڅنډنه کوي.

پر خواله رسنیو یوې بلې خپرې شوې ویډیو کې، چې په لالپورې کې ثبت شوې، د امنیت رییس ډاکټر بشیر یوې ودانۍ ته اشارې سره وايي: « دا زموږ غاړې ته ښوونځی و، چې پاکستاني پوځ لاندې کړی و او اوس زموږ مجاهدینو بېرته نیولی دی.»

په همدې حال کې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو »لوی درستیز قاري فصیح الدین فاتح، د ختیځ زون تنظیمه رییس او د ننګرهار والي محمد داود مزمل له نورو چارواکیو سره لالپورې ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نیږدې ورغلي او هلته یې د خپلو سرتېرو چمتوالی کتلی دی.«
دغو چارواکیو لالپورې کې رسنیو ته ویلي، طالبان ښه ګاونډیتوب او متقابلو همکاریو ته ژمن دي؛ خو » که څوک یې پر خاوره تېری وکړي، غلي نه پاتې کېږي، چې بیا به یې مسئولیت د هم دوی پر غاړه وي...«.

سربېره پر دې کونړ کې سرچینې وايي، پاکستاني پوځ له څه مودې راهیسې یو وار بیا د دغه ولایت پر مختلفو سیمو توغندیز بریدونه پیل کړي دي، چې له امله یې مالي زیانونه اوښتي دي.

دې ولایت کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې، چې غواړي نوم یې خپور نه شي، دویچه ويله ته وویل، پاکستاني پوځ تېره یوه اونۍ یوازې پر شلتن ولسوالۍ له پنځو سوو ډېر توغندي وار کړي، چې یو کس پکې زخمي شوی او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.

دې سرچینې دا هم وویل، پاکستاني پوځ د کرښې دې غاړې ته تحرکات کړي او ځینو سیمو کې یې د بوټو په اره کولو او سوځولو لاس پورې کړی دی.

Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

افغانستان کې د جمهوریت له سقوط او طالبانو د واکمنۍ د پیلېدو راوروسته دا د پاکستاني پوځ تر ټولو ډېر توغندیز بریدونه دي، چې پر کونړ کېږي.

سرچینې وايي، تېره یوه میاشت دغه هېواد د کونړ پر سرکاڼو، مرورې، خاص کونړ او شلتن ولسوالۍ توغندیز بریدونه کړي.

د کونړ د اطلاعاتو او کولتور رییس مولوي نجیب الله حنیف دویچه ویله ته وویل، له څه مودې راهیسې پاکستاني ځواکونو د کونړ په خاص کونړ، سرکاڼو، مرورې او شلتن ولسوالیو توغنديز بریدونه پیل کړي، چې په دې دوو اونیو کې یې له امله دوه کسان ژوبل شوي او ځنګلونه سوځېدلي دي.

هغه وویل، موضوع یې مرکز کابل کې خپلو مشرانو سره شریکه کړې او هیله لري، چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو مشران یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

هغه وویل: « تېر دوو شپو کې تر دوو سوو او له دې مخکې تر څلورو سوو توپونه راغلي، د خلکو باغونه زیانمن شوي، پټي زیانمن شوي، واقعیت سره چې خلکو ته نقصان رسېدلی دی.»

د سرکاڼو ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک خان باچا دویچه ویله ته وویل، د پاکستاني پوځ بریدونه پر دې ولسوالۍ په وقفه‌یي ډول روان دي او سربېره پر دې پاکستانی پوځ د سرکاڼو ګلاب پړۍ، ننګاسر او ځینو نورو غرنیو څوکو کې له اغزن سیم دې غاړې ته راخوځېدلي او غواړي له کرښې دې غاړې ته په تر ټولو لوړو نقطو پوستې جوړې کړي.

د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، پاکستاني پوځ د دغې ولسوالۍ پر چوګام او ورڅېرمه سیمو خپل بریدونه دوامداره ساتلي او په دې سره یې د سیمې خلکو ته ستونزې جوړې کړي دي.

پاکستان ادعا لري، چې دوی پر دغو بریدونو له کرښې دې غاړې ته هغه وسله وال نښه کوي، چې پاکستاني حکومت ته سرخوږی جوړوي، هغه څه چې پرځېدلي جمهوریت او اوسنیو طالبانو رد کړې ده.

موده وړاندې پاکستاني حکومت ویلي وو چې د اغزن تار غځولو پروسه د بشپړېدو په حال کې ده.

پر پوله د اغزن تار غځولو او د پاکستان له لوري تحرکات ډېر کله د دواړو هېوادونو تر منځ د ناندریو او کله کله د جنګ جګړو لامل کېږي.

د افغانستان د تېر حکومت پر مهال هم څو ځله پر دغې موضوع د دواړو هېوادونو پوځیانو جګړې کړي.