1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرويز مشرف غواړي بيرته سياست ته راوګرزي

۱۳۸۹ مهر ۹, جمعه

د پاکستان پخوانی جمهوررييس پرويز مشرف د هغه ګوند په واسطه ،چي نوی يې جوړ کړی دی ، غواړي سياست ته بيرته راوګرزي .

https://p.dw.com/p/PSEU
انځور: picture-alliance/ dpa

مشرف نن جمعه د BBC د راډيو سره په مرکه کښي وويل ، چه غواړي د 2013 کال په پارلماني انتخاباتو کښي برخه واخلي .

دغه 67 کلن سياستمداره چي د 2008 ميلادي کال په اګست کښي د مخالفينو د فشارله کبله استعفأ ته مجبوره سوی ؤ ، او د هغه راهيسي په لندن کښي په مهاجرت کښي ژوند کوي ،غواړي د ګرده پاکستان د مسلمانانو د ليګ – All Pakistan Muslim League په نامه حزب ډير ژر جوړ کي .

د مشرف پر ضد په پاکستان کښي مظاهرې
د مشرف پر ضد په پاکستان کښي مظاهرېانځور: AP

مشرف علاوه کړه ، چي دی به د 2013 ميلادي کال دمخه لا پاکستان ته بيرته ولاړ سي ، حتی که دی هلته د محکمې لخوا د خيانت په تور احضار هم سي .

مشرف نورو خطرو ته هم اشاره وکړه ، او د هغې جملې څخه د اسلامسټانو خطر ته . دده د جمهوري رياست په دوره کښي ، دوه واري اسلامسټانو کوښښ وکی ، دی مړ کي .

Pakistans Präsident Pervez Musharraf
انځور: AP

مشرف په 1999 ميلادي کال کښي د يوې داسي کودتا د لاري قدرت ته ورسيدی ، چه ويني پکښي ونه بهيدې ، او تر 2008 ميلادي کال پوري يې د نظامي او دولتي رهبر په حيث پاکستان رهبري کی .

آژانسونه : محمد قاسم نوري

کتونکی : عبدالباري حکيم