1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرهوايي مرستو سربيره بياهم ايټاليا ته پرلاري مهاجرين ډوبيږي

۱۳۹۰ فروردین ۲۶, جمعه

د څه ناڅه درو مياشتو راهيسي هره ورځ ايټاليايي پوليس د لمپيدوزا دجزيرې په شاوخوا کښي ګزمې کوي

https://p.dw.com/p/RI5s
ايټاليا ته پر لاري په کښتيانو کي مهاجرين
ايټاليا ته پر لاري په کښتيانو کي مهاجرينانځور: picture alliance/dpa

جګړن پااولو دِګيورګيو د ART په نامه د خاصي مجهزي سوي الوتکي قومندان دی .

دی وايي مهم هدف دادی چي هغه خلګ وژغورل سي چي په اوبوکښي دډوبيدو د خطر سره مخامخ دي . : «په حقيقت کښي موږ دټولو عملياتو سترګي يو . ژغورونکي کښتياني په عادي ډول سره هغه وخت راځي چي موږ هغوی خبر کړو، ځکه چي موږ ډير ليري په اوبو کښي د انسانانو څخه ډکي کښتياني کشفوو او بيا نور وايي چي دوی چيري دي . د بحر دڅپو پر وخت د ژغورونکو کښتيانو رادار ډير ضعيفه وي او نسي کولای کښتياني کشف کړي . کله کله موږ مجبوره يو دغه کښتياني بدرګه کړو ، تر څو ددوی ارتباطات سميږي . »

NO FLASH Italien Lampedusa Flüchtlinge
انځور: picture alliance/dpa

د ART خړه الوتکه په حقيقت کښي يوه مسافر وړونکې الوتکه ده چي اوس په همدې منظور مجزه سوې ده او د مثال په ډول د مخدره موادو په قاچاقبرانو پسي ګرزي .او يا اوس د کښتياني د لاري په مهاجرينو پسي .

په دغه ډول ۴ الوتکي په ايټاليا کښي موجودي دي . دی بيا وايي ، : «په حقيقت کښي دا دآواکس کوچنۍ اکتشافي الوتکه ده چي شاته ډير لوی رادار نلري . يوه الوتکه چي خاص په دې خاطرمجهزه سوې ده چي په اوبو کښي اهداف پيدا کړي او نه په هوا کښي . »

ګيورګيو وايي دغه الوتکه چي ۶ تنه عمله لري ، ډير کومکي مواداو وسايل په اختيار کښي لري.

مثلأ مخصوص رادار ، کمرې او د شپې او تاريکۍ په وخت کښي څراغان او بتياني ، تر څو په کښتيانو کښي مهاجرين پيدا او د ماهيګيرانو سره يې فرق وسي . دی اضافه کوي ، : «طبعأموږ د هغه مطابق تجهيزات او وسايل لرو، تر څو زموږ سره کومک وکولای سي چي کښتياني په دقيق ډول سره وليدلای سو . موږ داسي کمرې لرو چي ددوی دقيق عکسونه موږ ته ښيي . دا ډير سخت کار ندی ، ځکه چي په کښتيانو کښي مهاجرين نسبت قاچاقبرانو ته په آسانۍ سره پيژندل کيدلای سي . هغه ډيري کوچنۍ کښتياني وي او ډير زيات انسانان پکښي سپاره وي . د هغو پيژندل آسانه دي . »

Italien Flüchtlinge auf Lampedua Abtransport
انځور: AP

خو اکثرأ خبره پر دې وي چي د کښتی د خلګو او مهاجرينو سره بايد عاجل کومک وسي . په دې خاطر اکثرأ د الوتکي څخه دغه ډول نارې اوريدل کيږي . :« کښتی ډوبيږي ، کښتی ډوبيږي . په کښتی کښي څوک نه ليدل کيږي . »

جګړن ګيورګيو وايي چي ګزمې کيدای سي تر ۷ ساعتو پوري دوام وکړي .

دوې اونی دمخه مثلأ د لمپيدوزا څخه ډيره ليري يوه اميدواره ښځه د هليکوپتر پواسطه د کښتي څخه راوايستل سوه . خو پر دغو هوايي مرستو سربيره اکثرأ ژغورونکي کسان ناوخته رسيږي او يا د کښتی مهاجرين نه پيداکيږي .

په دې اوخرو وختو کښي مثلأ د ليبيا د ساحل سره د ۶۰ مهاجرينو څخه ډکه يوه کښتی ورکه سوه .

سټيفان/ محمد قاسم نوري

کتونکی : نجيب الله زيارمل