1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

پرتګال کې پر اسلامي مرکز شکمن برید کوونکی افغان دی

۱۴۰۲ فروردین ۹, چهارشنبه

د پرتګال پولیسو د دې هیواد په پلازمینه لیزبون کې د سه شنبې ورځې د برید په پیښه کې نیول شوی کس افغان یاد کړی دی. په لیزبون کې پر اسلامي مرکز د چړې په پرونۍ پیښه کې دوه تنه وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/4PQSC
Messerattacke ismailitisches Zentrum Lissabon
انځور: Leonardo Negrão/GlobalImagens/IMAGO

پرون د سه شنبې په ورځ د پرتګال په پلازمینه لیزبون ښار کې د اسماعيلیه مسلمانانواړوند پر یوه اسلامي مرکز برید شوی وو چې په پایله کې یې د پولیسو په خبره دوه تنه وژل شوي ول. پولیسو ویلي چې دوی د دې پیښې پلټنه د ترهګرۍ د یوې پیښې په توګه کوي. 

د پرتګال پولیسو د نیول شوي بریدګر د هویت په هکله څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې نوموړی افغان مهاجر دی چې له همدې مرکز څخه یې مرسته هم ترلاسه کوله. په سیمه کې د افغانانو د ټولنې استازو ویلي چې بریدګر وروسته له هغه چې د یونان په یوه کمپ کې یې خپله میرمن له لاسه ورکړې وه، له رواني ستونزو سره لاس او ګریوان وو. 

په داسې حال کې چې د پرتګال پولیسو اسوشیتید پریس خبري آژانس ته د پیښې د څیړنې په تړاو د احتمالي افراطي پیښې د څیړنې ویلي خو د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت یوزه لویس په عامه محضر کې په دې هکله له احتیاط څخه کار اخیستل وړاندیز کړي او ویلي دي چې هر راز «مخکې له وخته د تحلیل» مخه باید ونیول شي. 

د اسماعيلیه ځايي ټولنې استازي د اس. آی. سي په نامه پرتګالي تلویزیون ته ویلي چې په پیښه کې یوه وژل شوې ښځه د همدې اسلامي مرکز پرتګالۍ کار کوونکې وه. پولیسو او نه هم ځايي ټولنې د دې ښځې د هویت په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي. 

د پرتګال پولیسو ویلي چې دوی دغه اسلامي مرکز ته په ځايي وخت ۱۱ بجې هغه وخت ورسیدل چې د چړې برید لا هم ادامه درلوده. د پولیسو په اعلامیه کې د برید په هکله زیاته شوې: «پولیس سیمې ته په رسیدو له یوه داسې شخص سره مخامخ شول چې یوه ستره چاړه یې په لاس کې وه. بریدګر ته د برید د درولو امر وشو خو عملي یې نه کړ او د پولیسو په لوري یې په داسې حال کې حرکت وکړ چې چاړه یې په لاس کې وه.»

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د جدي وضعیت په نتیجه کې پولیسو وسله وکاروله او بریدګر یې تر ویشتلو وروسته توقیف کړ.