پراگ غواړي زیانمنو سوو کلیساو ته تاوان ورکړي
۱۳۹۱ تیر ۲۴, شنبهاعلان
د چک حکومت غواړي چې په دغه هيواد کې د کمونستانو په وخت کې کليساو او يهودي عبادت ځايونو ته د رسول سوو تاوانونو بدل ورکړي. په دې ترڅ کې د چک پارلمان داسې مسوده منلې ده چې له مخې به ئې د ۱۹۴۸م او ۱۹۸۹م ميلادي کلونو تر منځ د کمونستانو له خوا له کليساو څخه ضبط سوي ټول جايدادونه او ځمکي بېرته کليساو ته ورکړل سي چې قيمت ئې څه نا څه درې میليارده ډالر اټکل کيږي.