1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پراګ :اوباما د منځنی او شرقي اروپاهيوادو ته د ملاتړوعده ورکړه

۱۳۸۹ فروردین ۲۰, جمعه

د منځنی او شرقي اروپا د11هيوادو، دولتي او حکومتي مشرانو د امريکا جمهوررييس بارک اوباما ته په پراګ کی د اټومي وسلو د کمولو د نوي تړون ، STARTپه مناسبت مبارکي وويله

https://p.dw.com/p/Mrei
په پراګ کی د چک جمهوررييس واسلاو کلاوس او د امريکا جمهوررييس بارک اوباما
په پراګ کی د چک جمهوررييس واسلاو کلاوس او د امريکا جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

په دغه پرتمينه غونډه کې هغه ډېر ښه وځليد. بارک اوباما په پراګ کې د امريکې د سفير په ماڼۍ کې کوربه توب په غاړه لاره. دغه ماڼۍ د پراګ په يوه عصري ناحيه کې پرته ده . د منځنۍ اروپا له يولسو هېوادونو څخه دولتي او حکومتي مشران دلته مېلمانه شوي وو. د ماښام د ډوډۍ پر مهال هغوی د امريکې د متحده آيالتونو او روسيې تر منځ د بې وسلې کولو د تړون د لاسليکېدو په هکله خبرې وکړې.

»زه ډېر خوشاله يم چې اوباما او دميتري مدويديف دلته په چک کې سره وکتل. ما موقع لرله چې له دواړو ولسمشرانو سره خبرې وکم او هغوی دغه د پراګ فضا ډېره خوښوي . دا زموږ يوه ونډه هم ده. دا هرومرو دې پورې اړه لري چې زموږ هېواد هم له امريکې او هم له روسيې سره ښه اړيکي لري.»

دا د چک جمهوريت د ولسمشر واسلاف کلاوس څرګندونې وې. خو منتقدين د دغو څرګندونو تر شا نور دلايل هم ويني . د منځنۍ او ختيځې اروپا په هېوادونو کې شکونه موجود دي چې که واشنګټن او مسکو يو دم داسې سره جوړ راغلي وي، نو د تړلو ورونو تر شا بيا ويل کيږي چې کېدای شي د منځنۍ او ختيځې اروپا د هېوادونو ګټې هم خوندي پاته نه شي. په دغه سيمه کې په تېره بيا د امريکا متحده آيالتونه يو ټاکونکی نقش لوبوي. د چک لومړي وزير يان فيشر له باراک اوباما سره د ماښام د ډوډۍ تر خوړلو وروسته وويل:

«په دې اړه هيڅ کومې اندېښنې په ډاګه شوې نه دي. خو دغه اړتيا وړاندې شوه چې له روسيې سره اړيکي بايد شفاف او اغېزمن وي. دغه پروسه له پوره ملاتړ برخه منه ده، خو بايد چې د سيمې ګټې هم په نظر کې ونيول شي.»

بارک اوباما او دمتري ميدويديف د نوي STARTتړون پر مهال
بارک اوباما او دمتري ميدويديف د نوي STARTتړون د امضأ کيدو پر مهالانځور: AP

په دې ترڅ کې ارواپوهنه يا سايکولوجي يو ټاکونکی نقش لري. سياستپوهان وايي چې د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونه غواړي چې جدي وګڼل شي، چې بارک اوباما هم په دې ښه پوهيږي. له مدويديف سره د لومړۍ راڅرګندېدنې په لړ کې يې هڅه کوله چې اندېښنې کمې کړي او خپل چکي کوربانه يې د بې وسلې کولو په سياسي بهير کې ورګډ کړل.

»دغه د پراګ شاهانه ښار په ډېرو برخو کې د انسانانو د پرمختګ يو يادګار دی. دغه مراسم راته ښېي چې پخواني دښمنان نوي ملګرتوبونه هم رامنځته کولای شي.»

د منځنۍ او ختيځې اروپا څخه راغلي مېلمانه په دغو خبرو ډېر خوشاله وو. دا نه يوازې د سيمې د هېوادونو لپاره، بلکې د اوباما دپاره هم يو لوی برياليتوب دی. د امريکايانو په مشرۍ د افغانستان په ماموريت کې په تېره بيا د ختيځې اروپا هېوادونه د امريکايانو ټينګ متحدين دي .

زانډ سونيلا/نسيم صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري