1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې کابو اته میلیونه ښځې او نارينه په نشو اخته دي

۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

په پاکستان کې کابو ۷،۶ میلیونه کسان په نشو اخته دي. په دوی کې ۷۸ سلنه نارینه او ۲۲ سلنه ښځې دي. دغه خلک په شرابو، هیروینو، چرسو، ترياک، کرستال، آئیس، صمد بانډ او تسکین ورکوونکو درملو اخته دي.

https://p.dw.com/p/3PhaX
Pakistan Haschisch
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

په پاکستان کې د په نشو روږدو کسانو په منځ کې چې د پيچکاري په واسطه نشه کوې شمیر یې زیات دی. دغه کسان د نشې له پاره د یو او بل له پيچکاریو استفاده کوي، چې د ایډز او تور زیړي په شمول په بیلا بیلو ناروغیو اخته کیږي. د کارپوهانو په وینا پاکستان په نړۍ کې د غیر قانوني مخدره توکو د قاقچاق یوه مهمه لاره هم ده.

یوه اتلس کلن ځوان چې د اسلام آباد په یوه ګران بیه خصوصي ښوونځي کې یې زده کړې کړي دي، د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریالې سره د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې د آئیس، نومې نشه کوونکې موادو د استعمال له کبله یې خپل دوه کاله ضایعه کړي دي.

د دغه ځوان په خبره لومړی به یې له خپلو دوستانو سره په ګډه د ساتيري له پاره دغه نشه کوله، چې یوه عجیبه حالت کې به وو او خوب به ځینې بیخي تښتید. هغه وایي چې آن کله یې تر تیرو ورځو پورې د وخت تیریدو احساس نه کاوه. بس ویښ به وو، فلمونه به یې لیدل، نه به خوب ورته او نه به یې د لوږې یا تندې احساس کاوه.

بیا یې کرار کرار، وضعیت پر خرابیدو شو. شیان به یې له یاده وتل او کله چې یو وار د نشې له پاره له کوره د غلا کولو پر مهال ونیول شو نو مور او پلار یې له وضعیته خبر شول. بیا هغه د تداوۍ په یوه مرکز کې بستر شو.

دغه ځوان چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې خبري کړي دي زیاتوي: «هغه ډیر سخت وخت وو. زه اوس تر ډیره حده ښه یم. خو زما ځیني دوستان هم په دغه نشه اخته دي. زما یو دوست چې د نشې له پاره به یې له کیمیاوي مخدره توکو استفاده کوله، ټول غاښونه یې خراب شول چې ایستلو ته یې اړ شو. ټولې خولې یې التهاب کړی دی.»

آئیس څه شی دی؟

د آئیس په جوړولو کې مخصوص کیمیاوي کاریدونکي مواد په آسانۍ موندل کیږي او دغه مواد چې په ټول پاکستان کې پیدا کیږي، پر رانیولو یې هم کوم بندیز نه شته. د دې د مخنیوي پر وړاندې یو خنډ دا هم دی چې دغه مواد په دودیزه توګه نه پلورل کیږي. د دغه توکي د خرڅلاو له پاره د فرمایش تر اخیستو وروسته، بیا د اړونده کس کور ته لیږدول کیږي. دغه نشه د بیلا بیلو ناروغیو سبب ګرځي.

«مهم علت بې روزګاري»

د روغتیايي چارو کارپوه ډاکټر سبین خان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د ځوانانو په منځ کې د نشې مخ پر زیاتیدونکي دود مهم علت بې روزګاري ده، چې هغوی د ډیپریشن یا ژور خفګان ښکار کیږي. د هغه په خبره پېل یې له سګریټه وي چې بیا چرسو ته مخه کوي او د پيچکاریو له لګولو خوند اخلي او بیا ورو ورو د لا زیات خوند اخیستو په موخه په هیروینو او او نورو نشو کې ډوبیږي. د هغه په خبره لس کلن یا تر دې کم عمره داسې ماشومان چې عموما په فابریکو یا پترول پمپونو کې کار کوي د خپل چاپیریال له کبله پر صمد بانډ یا نورو خطرناکو نشو باندې روږدي کیږي.

د ډاکټر سبین په خبره «حکومت ته په کار ده چې دغه ډول ماشومانو او نابالغه کسانو له پاره داسې ادارې جوړې کړي چې هلته یې نه یوازې درملنه وشي بلکې هلته واوسیږي او بیا خپل ژوند پېل کړی شي.»

پولیس تر کوم حده ګرم دي؟

د اسلام آباد پولیسو یوه افسر د دې موضوع په تړاو د نوم د نه ښوولو په شرط دویچه ویله ته وویل: «موږ چې هر څومره هڅې وکړو، بیا به هم موږ بدنامه یو. خو اصلي خبره دا ده چې نه له موږ سره عصرۍ آسانتیاوې شته، نه پوره بودجه لرو او نه هم بشپړ صلاحیت. څومره بودجه چې د پوځ ده، که د دې نیمایي پولیسو ته ورکړل شي، نو پاکستاني ټولنه له جرایمو پاکیدی شي.»

د پولیسو دغه افسر وايي چې په ټولنه کې فساد هم یوه لویه ستونزه ده: «موږ په چاپو وهلو سره مجرمین او مخدره توکو ونیسو، خو تلیفون راشي چې ژر یې پریږده. د مخدره توکو پلرونکي له نفوذ لرونکو شخصیتونو سره اړیکي لري. موږ زیاتره وخت بې وسه کیږو. پر دې سربیره په تعلیمي ادارو کې د نشه یي موادو د پلورولو په ډيرو قضیو کې په خپله د کالجونو او پوهنتونو عمله ښکیلې موندل شوې. په پاکستان کې د نشې د لعنت د ختمولو له پاره بشپړ پلان، پوره وسایلو او پخې ارادې اړتیا ده.»

د روانشناسانو دریځ

د روانشناسانو په وینا، د مخدره توکو څخه د کار اخیستو یو دلیل د هغوی په منځ کې د یوازیتوب احساس هم وي. کله چې مېندې او پلرونه خپلو اولادونو ته زیات وخت نه ورکوي نو ماشومان له کورونو د باندې د مصرفیتونو د لټولو په هڅه کې شي. تر کومه ځایه چې د لویانو په نشو د اخته کیدو خبره ده نو په دې کې د بې ځایه ناستې ولاړې تر څنګ، بې روزګاري، مالي او کورنۍ ستونزې هم مهم نقش لوبوي. پر دې سربیره دا خبره هم د درک وړ نه ده چې کله دا معلومه شي چې د یوې کورنۍ کوم کس نشه کوي، نو زیاتره وخت د وسایلو د نه شتون له کبله د دغه کس درمنله نه کیږي او دغه کس «په لیوني او رواني مریض» یادولو سره له پامه غورځول کیږي.

عصمت جبیں، اسلام آباد