1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان کېدای سي د اقتصادي ډګر زمری وګرځي»

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۸, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېړي ویلي دي چې پاکستان په راتلونکي کې په یو اقتصادي قدرت د بدلیدو توان لري. کېړي دغه څرګندوني په واشنګټن له پاکستاني استازي سره د «ستراتیژیکو خبرو» پر مهال وکړې.

https://p.dw.com/p/1AyJo
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ «ستراتیژیکې خبري» تر اوږده ځنډ وروسته د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۷) په واشنګټن کي پيل شوې. تر دې مخکي د اسلام آباد او واشنګتن تر منځ دغه شان خبري اتري د ۲۰۱۰مېلادي کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شوي وې.

د خبرو اترو دغه پړاو د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور فضا د رامنځ ته کولو په موخه پیل شوی وو چې د مختلفو مسایلو پر سر د کړکیچ د رامنځ ته کیدو له امله بيا وځنډېدلې.

په دغو جنجالي مسایلو کي يوه هم د پاکستان په خاوره کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا د القاعدې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن وژل ول.

د دوشنبې ورځي په خبرو اترو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کې د رامنځ ته شوو اصلاحاتو د ملاتړ کولو ترڅنګ په ټولنه کې د ښځو او اقلیتونو پر فعالي ونډي باندي ټنګار وکړ. کېړي وویل: «امریکا د پاکستان له ولس سره ټينګو اړیکو ته لیوال دي.»

کېړي د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف اقتصادي اصلاحات وستایل. هغه زیاته کړه: «امریکا په دې خبره ډاډه ده چې د لومړي وزیر پالیسي به پاکستان د یو روښانه راتلونکي پر خوا بوزي او موږ د نوموړي هغه هدف چې پاکستان به د یوویشتمي پېړۍ د اقتصاد زمری وي ملاتړ کوو».

کېړي په خپلو خبرو کې وویل چې د دې اړتيا لیدل کیږي چې ښځي او اقلیتونه د پاکستان د راتلونکې یوه برخه وګرځول شي.

کېړي زیاته کړه: «موږ په دې ټینګ باور لرو چې پاکستان د ولس د تنوع له پلوه ډیر مستحکم دی، خو دغه هیواد به نورهم ډیر غښتلی شي، چې د نارینه او ښځي، مذهب او جنس له توپير پرته هر وګړی په ټولنه کې خپل رول ولوبوي».

کېړي دا ومنله چې پاکستان د تروریزم پر وړاندي د مبارزې په برخه کې ډیر درانه زیانونه ګاللي دي.

د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ ستراتیژیکي خبري په داسي حال کې پيلیږي چې امریکا او د هغه ملګري د روان عیسوې کال تر پایه پوري له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان لري.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیر له امریکايي استازي سره د خبرو پر مهال پر دې خبري باندي ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځونو تر وتلو وروسته دي په دغه هیواد کې داسي یوه خلا پرې نه ږدي چې د سیمي او پاکستان ثبات له خطر سره مخامخ کړي.

سرتاج عزیز زیاته کړه: «که څه هم په افغانستان کې جګړه را ټولیږي، لکه په تیرو وختونو کې چې شوې وه، خو که تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان بې ثباته شي، نو پر پاکستان باندي به منفي اغېزه وکړي.»