1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان څلور تنه اعدام کړل

۱۳۹۵ فروردین ۲۵, چهارشنبه

پاکستان د چهارشنبې په ورځ څلور تنه چې د قتل په تور تورن وو، اعدام کړل. دا په داسې حال کې ده چې د اعدام د سزا پر پلي کیدو باندې په نړیواله کچه نیوکې زیاتې شوې دي.

https://p.dw.com/p/1IULF
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch

د بخښنې نړیوال سازمان تیره اوونۍ وویل چې پاکستان په تیر کال کې د ۳۲۶ اعدامونو په تر سره کولو سره د نړۍ په کچه دریم هیواد گرځیدلی، چې ډیر اعدامونه یې تر سره کړي دي. د دغه نوملړ په سر کې چین او په دوهم ځای کې ایران قرار لري.

په پاکستان کې د چهارشنبې ورځې د اعدام سزاوې د پنجاب ایالت په ملتان، جهنگ او سیالکوټ ښارونو کې او همداشان د سندهـ ایالت په لاړکانه ښار کې تر سره شوي دي.

د پولیسو یوه جگپوړي چارواکي چوهدري ارشد سعید، ویلي دي چې په ملتان کې د محکمې د حکم پر اساس تورن کس د ملکیت پر سر د شخړې له کبله په ۲۰۰۰م کال کې د خپل ورور د قتل په جرم په دار ځړول شوی. همداشان په سیالکوټ زندان کې تورن کس د یوې کورنۍ شخړې په ترڅ کې د دوو ښځو او یوه سړي د قتل په تور محکوم شوی وو.

په جهنگ ښار کې بیا تورن کس د یوې ښځې د کور د چور کولو او بیا د هغې د وژلو په تور محکوم شوی وو. د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ښایي د پنجشنبې په ورځ په پنجاب ایالت کې نور اته اعدامونه هم پلي شي. په لاړکانه هم تورن کس د پاکستان د هوایي شرکت «پي آی اې» د یوه کارکوونکي د قتل په تور محکوم شوی وو.

پاکستان د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندې د وسله والو طالبانو په برید کې د ۱۵۰ کسانو تر وژل کیدو وروسته، د اعدام پر سزا باندې لگول شوی قانوني مؤقتي بندیز بیرته لېرې کړ. په ښوونځي کې وژل شوي زیاتره کسان ماشومان ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب