1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په لومړي وار له اوبتله توغندی آزمويلی

۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

پاکستان پرون، دوشنبه په لومړي ځل له يوه اوبتل څخه د اتومي وسلو د ليږد وړتيا لرونکی توغندی آزموينه کړې. پاکستان د ميزايلو جوړول د خپل دوديز دښمن هند پر وړاندې د خپلې دفاع له پاره اړين بولي.

https://p.dw.com/p/2VY48
Pakistan Test Rakete Militär Symbolbild
انځور: picture alliance/AA/Pakistani Army

د پاکستان د پوځ يوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې فاير شوی راکټ خپل هدف ډير دقيق په نخښه کړې دی. ده زياته کړې ده چې د بابر - ۳ ډوله دا کروز توغندی۴۵۰ کيلومتره واټن وهلی شي او په اټومي سرګلولو سنباليدلای شي.

د پوځ دغه  وياند زياته کړې ده چې بابر- ۳ توغندی له ځمکې څخه پر ځمکه ويشتونکی توغندی بابر - ۲ سمندري بڼه ده چې په دسمبر میاشت کې آزمول شوی وو. د دې نوي توغندی د آزمويني په اړه د پوځ ویاند وويل:

«پاکستان دې پرمختګ ته د خپلې دفاعي پاليسۍ د پياوړتيا او اعتبار په برخه کې د يوه مهم ګام په سترګه ګوري.»

پاکستان او ګاونډي يې، هند په ۱۹۹۸م کال کې په اټومي وسلو د ځانونو تر سنبالولو راهيسې وخت نا وخته د توغنديو آزموينې کوي.

تير کال پاکستان د هند له خوا د بالستيک ضد توغنديو پر آزموينو ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه. د رسنيو د رپوټونو په حواله د هند د بالستيک ضد توغندی د اټومي ميزايلونو د له منځه وړولو وړتيا لري. هند د تير کال په مي میاشت کې دغه توغندی تجربه کړ.

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هند پر يوه پوځي اډې تر وسله وال بريد وروسته، چې هند یې پړه پر پاکستان اچوي، د دواړو هيوادونو اړيکې ډيرې ترنګلې شوي دي.

د راکټ پر آزموينه د هند له خوا تر اوسه کوم تبصره نه ده شوې.