1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: پر ایران بندیزونو د پايپ لاين بشپړولو مخه نيولې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۲, یکشنبه

پاکستان وایي چې د امریکا د بندیزونو له امله نه شي کولی له ایران څخه د ګازو پایپ لاین غځولو پروژه بشپړه کړي. له سعودي عربستان او امریکا سره د پاکستان نږدې اړيکي له ایران سره د ګازو تړون د ځنډیدو سبب شوی دی.

https://p.dw.com/p/3IMkB
Iran KW39 Gas Pipelines
انځور: IRNA

پاکستان د جمعې په ورځ ایران ته اطلاع ورکړه، تر څو چې دغه هیواد د امریکا تر بندیزونو لاندې وي د ایران او پاکستان ترمنځ د ګازو پايپ لاين غځولو پروژې بشپړول امکان نه لري.

د پاکستان د ګازو د ادارې مشر موبين صولت، په دې اړه ویلي دي چې د بندیزونو موجودیت د دې سبب کیږي چې موږ ونه شو کولای له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د لیږد پروژه بشپړه کړو.

د مارچ په میاشت کې وروسته تر دې چې ایران له پاکستان څخه شکایت وکړ چې د تړون له مخې یي په ټاکلي وخت کې د پايپ لاین د غځولو چارې نه دي بشپړې کړي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د مذاکرو یو بل پړاو پيل شو.

په ایران کې د پايپ لاین کار بشپړ شوی دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تړون له مخې پاکستان هم باید د روان کال تر اګست میاشتي پورې خپله برخه تکميل کړې وای.

درې ورځې مخکې تر دې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ایران څخه د ګازو پايپ لاین پروژې له بشپړیدو سره د خپلې لیوالتیا خبر ور کړی وو. د پاکستان لومړی وزیر چې په دې وروستیو کې ایران ته تللی وو، پر ایران باندي بندیزونو سربیره چې د دې پروژې د بشپړیدو مخ ته لوی خنډ ګڼل کیږي، د خپل هیواد له بهرنیو چارو وزیر څخه وغوښتل چې د دې پروژې د بشپړولو له پاره دې اړين ګامونه واخلي.

موبین صولت د پاکستان د نوي دریځ په هکله وویل چې اسلام آباد نه شي کولای د امریکا تر فشارونو لاندې د ګازو د انتقال پروژه پر مخ یوسي او موږ په دې برخه کې د ایران له مشرانو سره په رسمي ډول په تماس کې یوو.

د پاکستان د ګازو ادارې مشر زیاته کړه: ایراني چارواکو موږ ته وخت راکړی وو چې تر اګست میاشتې پورې دغه پروژه بشپړه کړو، خو موږ په اوسنیو شرایطو کې دا کار نه شو کولی. هغه نړیوالو مراجعو ته د ایران له شکایت سره تفاهم ښودلی دی.

وروسته له ۲۵ کلونو بی برخلیکه پروژه

د پاکستان او ایران ترمنځ د ګازو تړون د هغې طرحې پاته برخه ده چې ټاکل شوې وه د «سولي پايپ لاين» وي؛ هغه تړون چې لومړۍ موافقتنامه یي په ۱۹۹۵م کال کې له پاکستان سره لاسلیک شوې وه او په ۱۹۹۹م کال کې هندوستان هم له دې ګډې موافقې سره یوځای شو.

دغه موافقتنامه په ۲۰۰۴م کال کې یو وار بیا و ارزول شوه او جزيات یي روښانه کړل شول. خو پنځه کاله وروسته هند له پاکستان سره د اوږدې مودې اختلافاتو په سبب د دغه پايپ لاین د امنیت مسئله نا تضمين شوې او د تړون لګښت نا متناسب وباله او له تړون څخه ووت.

په ۲۰۱۲م کال کې د ایران او پاکستان ترمنځ د دې تړون د عملي کیدو بهیر پيل شو او د دواړو هیوادونو د هغه وخت ولسمشرانو په دې برخه کې پر همکارۍ توافق وکړ. د دې توافق له مخې پاکستان باید د ۲۲ میاشتو په موده کې خپل پايپ لاین د ایران تر سرحدي پولې رسولی وای.

د تړون له مخې باید تر۲۰۱۴م کاله پورې د دې پايپ لاین په وسیله له ایران څخه د پاکستان کراچۍ ښار ته د ګازو لیږد پيل شوی وای. د دې تړون له مخې ایران مکلف وو چې خپل د ګازو د صادراتو ورځنۍ کچه له ۱۴ میلیونه متره مکعب څخه پیل او په دوو پړواونو کې ۲۱ او ۳۰ میلیونه متره مکعب ته لوړه کړي.

ایران په ۲۰۱۱م کال کې د خپلې ونډې د پايپ لاين غځولو کار بشپړ کړ، خو پاکستان سره له دې چې د انرژۍ د تامين په برخه کې ډیرې ستونزې لري، د سیمه ایزو او نړیوالو شخړو په دليل او هغه نږدې اړيکي چې له سعودي عربستان او امریکا سره یي لري ونه شوای کولی د دې پروژې عملي کیدل په بشپړ ډول تعقيب کړي.

دویچه ویله فارسي/ ش.ن/ ن. ز