1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د یاغیانو ملاتړ نه کوو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۱۵, پنجشنبه

د پاکستان حکومت په اسلام آباد کې د امریکا سفیر د پنتاگون له د یوه شوي رپوټ پر وړاند د احتجاج په توگه احضار کړی. په رپوټ کې پر پاکستان باندې تور لگول شوی دی چې په افغانستان او هندوستان کې د یاغیانو ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/1DiG9
انځور: picture-alliance/dpa

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دغه هیواد د ملي امنیت او بهرنیو چارو مشاور سر تاج عزیز، په دې اړه خپل شکایت په اسلام آباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ریچرد اوسلون، ته کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت له خوا د «په افغانستان کې د امنیت او ثبات په لور خوځښت» تر عنوان لاندې په خپورشوي رپوټ کې راغلي دي چې یاغیان اوس هم په پاکستان کې پټنځایونه لري. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې پاکستان بیا له دغو یاغیانو څخه په افغانستان کې د هند د نفوذ د کمولو او یا هم له هغه سره د برابري په موخه کار اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې دغه څرگندوني په خاصه توگه اوس ډیر د اندیښنې وړ دي ځکه اسلام آباد په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان پولې ته نزدې پرتو سیمو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

افغانستان ډیر وخت پر پاکستان ورته تورونه پورې کوي، خو اسلام آباد تل هغه ردوي او ادعا کوي چې پخپله د ترهگرو او د یاغیانو د فعالیتونو قرباني دی. پاکستاني چارواکی بیا پر افغانستان تور لگوي چې د دغه هیواد مخالفو یاغیانو ته ځای ورکوي.

په خپور شوي رپوټ کې همداراز د پاکستان د وروستیو پوځي عملیاتو ستاینه شوې ده او راغلي دي چې پاکستاني ځواکونو په وروستیو وختونو کې د کورنیو او بهرنیو یاغیانو پر وړاندې یو څه پر مختگونه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دغه رپوټ مهم نه دی بللی.

پاکستان په تیرې لسیزه کې د یاغیانو له ستونزې سره مخامخ دی. د پاکستاني طالبانو ډله وخت نا وخت په دې هیواد کې د پوځ او ملکي وگړو پر وړاندې بریدونه ترسره کوي. یوازې څو ورځې مخکې یوې چاودنې په پاکستان کې ۶۱ کسان ووژل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب