1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د »ډاکتر حنيف« څرگندونې په کلکه ردوي

۱۳۸۵ دی ۲۸, پنجشنبه

پاکستان د طالبانو د وياند خبره رد کړې ده چې ويل يې ملا محمد عمر د پاکستان په کويټې ښار کې اوسېږي. د پاکستان د ولسمشر وياند شوکت سلطان په اسلام آباد کې وويل چې »دا هسې بېځايه درواغ دي.«

https://p.dw.com/p/DKFh
آيا کويټه د طالبانو مرکز کرځېدلی دی؟
آيا کويټه د طالبانو مرکز کرځېدلی دی؟

دغه اقرار ښايي د ده په وينا د زور د لارې شوی وي. د افغانستان مشرتابه دې نور پاکستان د خپلو ستونزو او مشکلاتو مسوول او پړ ونه گڼي. هغهء په کابل باندې غږ وکړ چې د طالبانو د وياند، چې مستعار نوم يې ډاکتر حنيف دی، د څرگندونو ثبوت دې ورکړي.

د افغانستان څارگرې ادارې د چهار شنبې په ورځ يو ويډيويي فلم خپور کړی و، په کوم کې چې د طالبانو وياند چې اصلي نوم يې عبدالحق حقيق دی، ويلي وو چې ملا عمر په کويټه کې پټ دی. ده زیاته کړې وه چې د پاکستان څارگرې ادارې د طالبانو د ځانمرگو بريدونو حمايت کاوه. د افغانستان د دولت ډېرو چارواکو هم پخوا داسې گڼل چې طالبانو کويټه خپل مرکز گرځولی دی.