1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د پنیتا څرگندونې رد کړې

۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه

پاکستان د شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې. پنیتا په وروستیو کې ویلي وو چې پاکستان کې د یاغیانو د پټنځایونو شتون په افغانستان کې سوله ستونزمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/15BGv
انځور: picture alliance/dpa

له دې سره ښايي د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې لا پسې ترینګلې شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي: «موږ فکر کوو چې د دفاع وزیر له ترهگرۍ او افراطیت سره زموږ په مبارزه کې یو شمیر ډیرې مغلقې مسئلې ډیرې ساده گڼي.»

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې دغه شان څرگندونې په سیمه کې د سولې له راتلو سره مرسته نه شي کولای. د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، تیره اونۍ کابل ته تر رسیدو وروسته ویلي وو چې امریکا د پاکستان پر وړاندې خپله حوصله له لاسه ورکړې ده. هغه زیاته کړې وه چې تر هغو پورې چې په پاکستان کې د یاغیانو پټنځایونه شتون ولري په افغانستان کې سوله ستونزمنه ده.

دا نو تر اوسه پورې د امریکایي چارواکو له خوا د پاکستان پر وړاندې د تر ټولو سختې لهجې کارول دي. د پاکستان او امریکا اړیکې په وروستیو کې تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې شوي دي.

پنیتا زیاته کړې وه: «دا د پاکستان له پاره ډیره مهمه ده چې گامونه پورته کړي. په پاکستان کې د یاغیانو پټنځایونه زموږ له پاره يوه د اندیښنې وړ موضوع ده. موږ د پاکستان پر وړاندې د خپلې حوصلې وروستي حد ته رسیدلي یو.»

امریکايي چارواکي تل له پاکستان څخه غواړي چې په دغه هیواد کې د ياغیانو د پټنځایونو د له منځه وړلو له پاره اقدام وکړي، خو پاکستان د دې کار له تر سره کولو څخه ډډه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «پاکستان تل ویلي دي چې اجازه به ور نه کړي چې خاوره ئې د یوه بل هیواد پر وړاندې وکارول شي او په دې هیواد کې به د یاغیانو د پټنځایونو رامنځ ته کیدل هم و نه زغمي.»

په بیانه کې راغلي دي چې پاکستان په د یاغیانو پر وړاندې د عملیاتو د تر سره کولو له پاره د خپل پلان له مخې عمل وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض