1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د پردې تر شا په سوله کې د امریکا مرسته کوي

۱۳۹۷ بهمن ۱۹, جمعه

پاکستان د امریکا د هغو هڅو چې غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي د ملاتړ په موخه د پردې تر شا، خو مرکزي نقش غوره کړی. ویل شوي دي چې په دې کې د طالب استازو له پار د سفر زمینې برابرول هم شامل ديٍ.

https://p.dw.com/p/3Cyqu
Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

دغه څرګندونې امریکایي او د طالبانو سرچینو رویترز خبري آژانس ته کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه اسلام آباد د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو او کابل له سختو نیوکو سره مخامخ وو.

د سولې په بهیر کې د پاکستان په تازه همکاریو کې د طالبانو پر هغو مشرانو باندي فشار اچول هم شامل دي چې سولې ته غاړه نه ږدي. د طالبانو سرچینې ویلي دي چې پاکستان په دې موخه د یاغیانو د کورنۍ غړي بندیانوي چې د سولې خبرو ته چمتو شي.

خو پاکستان بیا د سولې په بهیر کې په احتیاط مرسته کوي. دا ځکه چې که پاکستان په لږ وخت کې ډیر طالبانان د سولې خبرو ته چمتو کړي، نو په حقیقت کې به پر دې هیواد باندې د امریکا او کابل له خوا لګېدلي پخواني تورونه ثابت شي. کابل او واشنګټن پر اسلام آباد باندي له کلونو راهیسې تور لګوي چې پر طالبانو ډیر نفوذ لري او دغه ډله د خپلو گټو له پاره کاروي.

سرچینې داسې ګواښ هم کوي چې د سولې په چارو کې د پاکستان مرسته ښايي موقتي وي او پای ته ورسیږي.

طالبان هم نه غواړي چې داسې راڅرګند شي، چې ټول واک یې د اسلام آباد په لاس کې وي. دغه ډله ادعا کوي چې خپله مستقله اجندا لري او د کوم هیواد د ګټو ساتنه نه کوي.

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي د خپل نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي: «موږ پوهیږو چې د هغوی [پاکستان] له مرستې پرته دا هر څه شوني نه ول.»

دغه چارواکي زیاته کړې: «هغوی [پاکستانیانو] د دوحې په بحث کې د ګډون له پاره د سفر زمینه برابره کړې وه.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په وروستیو وختونو کې د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته دنده سپارلي ده چې د افغانستان جګړې ته یوه سیاسي حل لاره ومومي. په همدې موخه خلیلزاد له میاشتو راهیسې له طالبانو سره ویني چې د سولي پر یوه توافق هوکړي ته سره ورسیږي.

د طالبانو سرچینو هم ویلي دي چې د سولې په خبرو کې د پاکستان نقش بنیادي دی. په یوه مورد کې اسلام آباد د یوه مذهبي مشر په لاس د طالبانو مشرانو ته پیغام استولی چې له امریکایانو سره خبري وکړي، که نه نو د دې امکان شته چې پاکستان له دې ډلې سره خپلې اړیکې وشلوي.

د طالبانو یوه غړي ویلي دي چې پاکستان د فشار راوړلو په موخه د طالبانو د کورنۍ غړي زندانونو ته واچول. هغه زیاته کړې: «ما هیڅکله هم پاکستان دومره جدي نه دی لیدلی.»

د طالبانو دغه غړي هم د خپل نوم له ښوولو څخه ډډه کړې او ویلي یې دي چې اوس اسلام آباد د سولې د خبرو له کبله پر طالبانو او د هغوی د کورنیو پر غړو باندي بې ساری فشار راوړی دی.

د طالبانو دغه مشر ویلي دي: «هغوی موږ ته دا خبره روښانه کړه چې باید له امریکا او افغان حکومت سره وغږیږو.»

امریکایي جنرال جوزسف ووتل، په روانه اوونۍ کې د خپل هيواد سنا ته د خپلو خبرو پر مهال وویل چې پاکستان د سولې په خبرو کې مرسته کړې ده.

خو پر دې ټولو سربیره امریکایي چارواکي اوس هم د پاکستان کړه وړه په احتیاط سره څاري، ځکه اسلام آباد تر اوسه پوري هيڅ داسي اقدام نه دی کړی چې له کبله دې یې وضعیت بیرته خپل پخواني حالت ته د ستنیدو وړ نه وي. واشنګټن اوس هم پاکستان ته خپلي پوځي مرستې کنګل ساتلي دي.

خو پاکستان وایي چې د دغو مرستو د بیا پیلیدو له پاره د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي، بلکه له دې اندیښنه لري چې که امریکا متحده ایالات په بیړه له افغانستانه ووځي نو د سیمي اقتصاد به له ستونزو سره مخامخ شي.

په داسې حال کې چې پاکستان د بهرنیو پانګو د جذبولو په هڅه کې دی، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بيړه وتل به په افغانستان کې حالات خراب کړي او د پانگو جذبولو په برخه کې به د پاکستان پلان هم له ستونزو سره مخامخ شي.