1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د طالبانو پرضد پوځي عملياتو ته تيار دی

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۱۶, جمعه

د پاکستان د دفاع وزير ويلي دي چي د دغه هيواد حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو له لاري د سولي ټينگښت ته ژمن دی، خو په عينی حال کې يې گواښ کړی دی چي که چيري خبري اتري نتيجه ور نه کړي عمليات به پيل کړي.

https://p.dw.com/p/1BLs8
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي له طالبانو سره د مخامخ خبرو له پاره به يوه نوې کمېټه جوړه کړي، څو د سولي بهير گړندی سي. د دغو خبرو اترو موخه په دغه هيواد کي اووه کلن وسله وال زور زياتي ته د پای ټکی ايښوول دی چي پکښې په زرونو انسانان وژل سوي دي.

دغه خبري اتري تر دوو اونيو ځنډ وروسته چي د ۲۱ تنو پاکستاني عسکرو د تښتولو په سبب ځنډېدلي وې له سره پيل سوي دي.

په پاکستان کي د زور زياتي دوام چي يوه بولگه يې د دوشنبې په ورځ د اسلام آباد په یوه محکمه کي ځانمرگی بريد وو د سولي خبري اتري له ناکامۍ سره مخامخ کړي وې. خو طالبانو د دغه بريد مسئوليت ونه مانه او ويې ويل چي اوربند ته وفاداره دي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ مياشتي ۷) د دغه هيواد له «جيو» تلويزيون سره په خبرو کي وويل: «حتی اوس لا د سولي راوستلو له پاره موږ ته د سولي خبري اتري لومړيتوب لري...خو که په دغه خبرو اترو کي پرمختگ نه وي نو موږ کولای سو چي پوځي عمليات پيل کړو.»

له طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبري اتري چي د روان کال په فيبرورۍ مياشت کي پيل سوې، د نواز شريف د انتخاباتي مبارزې اصلي ژمنه وه. خو ډيری کارپوهان بېا دې خبرو ته د شک په سترگه گوري. ځکه چي وسله وال طالبان په ټول پاکستان کي د اسلامي شريعت تطبيق او له قبائيلي سيمو څخه د پاکستاني پوځ وتل غواړي.

له هغه وخت راهيسي چي نواز شريف د پاکستان د لومړي وزير په توگه ټاکل سوی دی په دغه هيواد کي د وسله والو په زور زياتي کي نزدې ۱۱۰ کسان وژل سوي دي.

امريکا متحده ايالات له ډيري مودې راهيسي پر پاکستان باندي فشار راوړی چي له افغانستان سره په سرحد قبائيلي سيمو کي د ياغيانو پر پټنځايونو باندي عمليات پيل کړي.

که څه هم چي د پاکستان حکومت پر قائيلي سيمه باندي له پوځي عملياتو څخه ډډه کړې، خو د دغه هيواد د دفاع وزير خبرداری ورکړی دی، چي که ياغيان له زور زياتي څخه لاس وا نه خلي پرضد به يې عمليات پيل سي.

آصف زياته کړې ده: «موږ غواړو چي د خبرو اترو پروسې ته مهلت ورکړو. زموږ هدف سوله ده، نه وينه تويونه... خو (اور بند) له بلي خوا نقض سوی دی. که هغوی یعنی وسله وال طالبان خبرو اترو او زور زياتي ته دوام ورکړي، موږ بې له پوځي عملياتو بله لاره نه لرو.»