1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان :د طالبانو پرضد دجنګونو څخه مهاجرين ورځ په ورځ ډيريږي

۱۳۸۸ خرداد ۱, جمعه

په سوات ،بونيراودير کښى د طالبانو پر ضد پوځى عمليات په پراخه پيمانه پر مخ روان دى ،چه د پوځ د برياليتو بونو او د مخالفينو د ما تي خوړلوخبرونه خپريږى ...

https://p.dw.com/p/HvPh
په کمپونو کښي د سوات ددرې څخه راغلي مهاجرين
په کمپونو کښي د سوات ددرې څخه راغلي مهاجرينانځور: AP

که څه هم د اولس له خوا د اوسنيو عملياتو ملاتړ کيږي ،خو ښکاره مثالونه يې دادي چه د حکومت له خوا لږ څه دمخه دټولو سياسي ګوندونو دمشر انو په کانفرنس کښي ددغو حزبو د مشرانو لخوا په ګډه او يوه ږغ دپوځى عملياتو ملاتړ وسو،او دا پريکړه وسوه چه جنګ به تر هغو روان وي ترڅو چى خپل مقصد نه وي تر لاسه سوى : چى هغه به پر طالبانو برى وي .

خو د حيرانتيا خبره دا ده چه ځينى مذهبى حزبو لکه جماعت اسلامياو جميعت علماے اسلام چه څنګه دغونډى څخه دباندي راووتله ، نو په بله ژبه يې خبري کولې : یعني داچه دوی دپوځى عملياتومخالف دي . اوددوی دغه عمل ته په سياسى کړيو کښي د ددوه مخيزه کړنلاري او سياست په حيث کتل کيږي . حتی د جماعت اسلامي لخوا د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کښي د پوځى عملياتو پر ضد مظاهره هم اعلان سوه،او قاضى حسين احمد دا عمليات د امريکاد خوشحا لولو دپاره بولى .

د سوات په دره کښي د طالبانو او پاکستاني پوځونو تر منځ جنګونو د مهاجرينو يو موج رامنځته کړيدی
د سوات په دره کښي د طالبانو او پاکستاني پوځونو تر منځ جنګونو د مهاجرينو يو موج رامنځته کړيدیانځور: picture-alliance/ dpa

هم دا ډول د جميعت علماے اسلام مشر مولانافضل الر حمن هم دغه عمليات وغندل،او هغه يې دحکومت لخوا د ترهګرۍ پر ضد تش په نامه جګړه وبلله . خوپرون يې دګوندمرکزي کميټې دخپلي دوه ورځنۍ غونډي څخه پس په حکومت کښي د پاته کيدلوپريکړه يو وار بيا تاييد کړل ، چى په سياسى کړيوکښى ددغه دواړو غټوګوندونو د تضادونوڅخه ډکى څرګندونى او دوه مخيزه کړنلارى د نيوکو او پيغورونو سره مل دى .

بلي خواته د طالبانو پر ضد د جګړې دوام په خپل وطن کښى دکډوالو شمير ورځ په ورځ پورته خيژوى ،او تعداد يې دوه نيمو مليونوته رسيدلى دى .

که څه هم مرستي په پرله يسې ډول رارواني دي ،خو پرون په اسلام اباد کښي د نړيوالومرستو په اړوند د صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ يو کانفرنس جوړ سو ،چى د نړيوالو استازو او خصو صأ دلويديزي نړۍ لخوا د 224 ميلونو ډالرو مرسته کول وښودل سول، چى نن به د ملگرو ملتو د ټولنى لخوا د نورو مرستو چى د 500 او 600 ميلونو ډالرو تر منځ وى ،غوښتنه وسي . او دا طمعه کيږى چى ډير ژر به د کډوالو سره نه يو ازي ملاتړ بلکه کومکونه هم تر سره سي .

شاه جهان

کتونکی : محمد قاسم نوري