1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د خپلو سيلاب ځپلو سره د هندوستان کومک رد کړيدی

۱۳۸۹ مرداد ۲۷, چهارشنبه

هند د پاکستان د سيلاب ځپلو لپاره د کومک وړانديز په داسي حال کي وکړ چي ملګرو ملتونو د پاکستان دپاره پرغړو هيوادو د مرستې ږغ کړيدی

https://p.dw.com/p/OqD3

خو پاکستان د خپل ګاونډي او پخواني دښمن هيواد څخه د پنځو مليونو ډالرو دغه مرسته سمدلاسه نه ده قبوله کړې. د پاکستان لخوا هند ته لا جواب نه دی ورکول سوی. د سياسي چارو پاکستانی کارپوه سجاد ناصر دهغه د علتونو په اړه وايي:

« زما په نظر دا ځنډ د هيواد په ملي غرور پوري اړه لري . خو سړی بايد په داسي حال کي چې د دا ډول لوی ناورين سره مخامخ وي ،هره مرسته قبوله کړي. خو له بله پلوه پاکستاني حکومت ددې مرستو پر سياسي عواقبوباندي هم فکر کوي. خلک د حکومت څخه راضي نه دي. په پاکستاني رسنيو کې دا بحثونه تاوده دي چي په پاکستان کې ښه حکومت ولي نه ترسترګو کيږي. نو په داسي يو حالت کې که پاکستان د هند څخه مرسته واخلي ،نو دا په پاکستاني وګړو کې ددوی سياسي حيثيت نور هم کمزوری کولی سي.»

خو په تيروکلونو کي دې دواړو اټومي ځواکونو د خپل منځي سياسي کشمکش سره سره تل د قدرتی افتونو پر وخت يود بل سره مرسته کړې ده. په 2001 ميلادي کال کي د هندوستان د ګجرات ولايت په بوج نومي ښار کي د زلزلې له کبله څه نه څه 25 زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د ژوندو پاته شوو سره پاکستان د خيمو، خوراکي موادو او کمپلو مرسته وکړه. په 2005 ميلادي کال کي کله چي پر دواړو هيوادو په منځ کې ويشل شوي کشمير کي زلزلې 80 زره انسانان ووژل ، نو د هند حکومت په عاجل ډول مرستې ته چمتوالی وښود، او په غرنيو سيمو کي يې د انسانانو د ژغورلو دپاره د هليکپترونود ورليږلووړانديز وکړ. خو پرويز مشرف چې هغه وخت د پاکستان ولسمشر ؤ، دغه مرسته قبوله نه کړه. ده غوښنه وکړه چي ددې هليکپترونو پيلوټان بايد پاکستانيان وي.

Pakistan Flutkatastrophe
انځور: AP

يو مثبت کار په هغه وخت کې داؤ چې هغه پوله چي کشميريې د هند او پاکستان په منځ کي ويشلي دی، خلاصه سوه او په دې ‌ډول د سرحد ددواړو غاړو ميشتو کشميريانو يود بله سره مرسته وکولای شول. سربيره پر دې هندوستان د 25 مليونو ډالرو مرسته هم د پاکستان سره وکړه . د سياسي چارو کارپوه سجاد ناصر وايي چي يود بل سره داسی مرستی د مدنی ټولنو د خوا د پخلاينی د هڅو په پياوړی کولو کي ښه رول لوبوي. دی وايي ،

« د پاکستان او هند اړيکي دوه ډوله دي: يو د دواړو حکومتونو تر منځ اړيکي دي چي هغه څه سياسي علتونه او مجبوريتونه لري. د خلکو تر منځ بيا اړيکی بل ډول دي. د دولسو کلونو راهيسې د هندوستان او پاکستان ژورنالستان او د مدني ټولنو استازي يود بل سره ښې اړيکی لري او وخت په وخت يود بل سره ګوري. دا ډيره مهمه خبره ده. ځکه چي د د واړو خواوو د اتباعو نژدې والی حکومتونه يو وخت دې ته مجبورولای شي چې دوی د ښو سياسي اړيکو لپاره خپلی هڅی لا زياتي کړي.»

Pakistan Flut Hochwasser Überschwemmung Seuchengefahr
انځور: AP

تر اوسه د هند او پاکستان تر منځ درې جنګونه سوي دي. د پخلاينې او تل پاتي سولي ټولي هڅې تر اوسه بې نتيجې پاته دي. د بمبيي پر ښار د 2008 ميلادي کال د نومبر ګوزارونو د سولې او پخلاينې تازه هڅو ته سخت زيان رسولی دی. ددې حملو يو ژوندی ترهګر چي اجمل قصاب نوميږي، پاکستانی دی او دا اقرار يې کړی دی چې دا حملې د پاکستان د خاوري څخه پلان شوي وې.

د امنيتي چارو هندي څيړونکي افسر کريم د پاکستان ددې موقف سره چې د هند د مرستي وړانديز ته يې لا هو نه ده کړې، هم نظری نه دی. دی وايي،

« زه د پاکستان پر موقف ډير مايوسه يم او ددې سره هيڅ تفاهم نه لرم چې په يوه بشري ناورين کي کيدونکي کومکونو ته دي د سياست سره ارتباط ورکول شي. »

په پاکستان کې خلک هم د هند لخوا مرستو ته په ښه سترګه ګوري. يو پاکستانی تبعه وايي،

« زما نظر ددې مرستو په اړه دادی چي دا د انسانانو لخوا د انسانانو سره مرسته ده. اوس موږ د ټولي نړۍ څخه مرسته اخلو. هند چې زموږ ګاونډی هيواد هم دی، ددوی څخه په مرسته اخيستو کې زه کوم مشکل نه ګورم.»

يو بل کس بيا داسي وايي:

« که هند په رښتيا سره غواړي چې زموږ سره کومک وکړي، نو موږ بايد دا مرسته قبوله کړو. موږ راتلونکي ته هم بايد فکر وکړو. سبا کيدای شي چې هند په داسی يو حالت کي وي. موږ به بيا د هند سره کومک وکړو. همدا خو انسانيت دی.»

او همدا شان دا ميرمن هم د هند څخه په مرسته اخيستو کې کوم مشکل نه ويني.

« هند زموږ همسايه هيواد دی. په دې کې څه مشکل دی چې موږ دخپل ګاونډي هيواد څخه مرسته واخلو.»

ډيری کارپوهان وايی چې دا هغه کوچنۍ دروازې دي ،چي هميشه بيرته پر دواړو خواووباندي خلاصيږي، او د يو څه ښه نيت په ښودلو سره کيدای سي چي د اوږدې مودې لپاره په سياسي اړيکو کې هم ښه والې راولي.

پرييا / بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري