1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د جمعې د ورځې په لاریونونو کې ۱۷ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ مهر ۱, شنبه
https://p.dw.com/p/16CgZ

په پاکستان کې تیره ورځ د اسلام پر ضد د خپرې شوې ویدیو په غبرگونو کې په تر سره شوو لاریونونو کې لږ تر لږه د ۱۷ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دئ. زیاته شوې ده چې په دغه لاریونونو کې تر ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي. د پاکستان د دولتي مقاماتو د وینا پر اساس د کراچۍ په ښار کې ۱۲ تنه او د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د رپوټونو په حواله په دغه لاریونونو کې په زرگونو کسانو برخه اخیستې وه او لاریون کوونکو سینماگانو، بانکونو او موټرو ته اور اچولی دئ. د پاکستان صدراعظم راجه پرویز اشرف له خلکو د آرامه پاتې کیدو غوښتنه کړې ده خو ویلي ئې دي چې د لاریون کوونکو د غصې په لامل هم پوهیږي. متحده ایالاتو هم پر پاکستاني تلویزونونو کې د خپل دریځ د روښانه کولو له پاره اعلانونه نشر کړي دي. پر دې سربیره متحده ایالاتو له پاکسته څخه له دې امله مننه کړې ده چې د دوې د کونسلگریو او سفارت ئې امنیت ئې پر ښه شان ټینگ کړی وو.