1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو د مخ نيوي هڅي پيل کړي

۱۳۹۰ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د امريکا څخه په کلکه غوښتي چي په پاکستان دي د بې پيلوټه الوتکو بريدونو ته د پای ټکی کښېږدي، او د دواړو هيوادونو تر منځ دي د استخباراتي شبکو معلومات شريک سي.

https://p.dw.com/p/RIxG
بې پيلوټه الوتکه
بې پيلوټه الوتکهانځور: AP

د امريکا د ولسي جرګې مشر جون بونير سره تر کتو وروسته ګيلاني خپل پارلمان ته په وينا کي وويل« چي ما هغوئ ته وويل که چيري تاسو کاميابيدل غواړي نو زموږ سياسي او پوځي کوښښونو ته بايد د قدر په سترګه وکتل سي.»

تردې وړاندي جون بونير د کانګريس د ۶ کسيزي ډلي سره په ۲ ورځني سفر اسلام آباد ته تللی و. چيري چي هغه د پاکستان د لوي درستيز جنرال اشفق کياني او په پاکستان کي د امريکا سفير کيمرون مونټر سره ليدلي ول.

ګيلاني پارلمان ته په خپله تلويزوني ويناکي وويل « ما هغوئ ته وويل که چيري دوي په رښتيا د جنګيالو خلاف وي نو امريکا بايد د بې پيلوټه الوتکو ټيکنالوجي پاکستان ته په اختيار کي ورکړي.» خو په دې اړه يې نور اړين جزئيات ور نه کړل.

خو بيا وروسته د لومړي وزير د دفتر څخه په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي لومړي وزير د امريکا څخه غوښتي چي د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو څخه دي ډډه وسي او ددې پر ځای دي د استخباراتي شبکو باوري معلومات سره شريک سي تر څو موږ خپله د ترهګرو خلاف ګامونه اوچت کړو.

واشنګټن افغان پولي ته څيرمه د ترهګرو خلاف د بې پيلوټه الوتکو بمبارۍ په لويه کچه پراخه کړي، او پر دې ټينګار کوي چي د القاعدې او د هغوئ د ملاتړو د ځپلو لپاره دغسي حملې ډيري موثري دي.

د فرانس پريس آژانس ليکي چي، د تير کال په پرتله سږکال دغه حملې دوه چنده سوي دي. په ۲۰۱۰م کال کي د بې پيلوټه الوتکو د ۱۰۰ څخه زياتو بريدونو کي شاو خوا ۶۷۰ تنه وژل سوي دي، په ۲۰۰۹ م کال کي د بې پيلوټه الوتکو، ۴۵ بمي بريدونو کي په ترڅ کي ۴۲۰ تنه وژل سوي ول.

US Drone Predator Flash-Galerie
انځور: AP

په واشنګټن کي د بونير د دفتر له خوا په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي د پاکستان د لومړي وزير سره په خبرو کي هغه ويلي چي په پاکستان او افغانستان کي ثبات « په ټوله نړۍ کي ثبات رامنځ ته کولای سي.» ،« د پاکستان او امريکا ښې اړيکي د دواړو هيوادونو په ګټه دي.» ځکه چي « د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکو وښودله چي کومي ننګوني په مخ کي پرتې دي»

بونيروايي چي ده او هيت يي د پاکستان د لوړ پوړو ملکي او دولتي چارواکو سره « په ډانګ پيلي او ګټوري خبري» کړي. هغه زياته کړې چي « موږ په دې اعتراف وکړ چي په تيرو څو کلونو کي د پاکستان پوځ او ملکي وګړو د ترهګرۍ او افراط ګرايي خلاف هلو ځلو کي ډيري قربانۍ ورکړي دي.»

« القاعدې او د هغي سخت دريځو ملګرو پاکستان په نښه کړ، او پاکستانی ملت د هغې نتيجي وګاللي. موږ د پاکسان د پوځ، او هغه ملکي وګړي چي قرباني سوي د هغوی کوښښونه ستايو».

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل