1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بنو له زندان څخه شاوخوا ۴۰۰ تنه بندیان تښتیدلي دي

۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14eGj

د خیبر پښتونخوا د بنو په سیمه کې وسله والو کسانو چې په وسلو او راکټونو باندې سنبال وو په یوه زندان برید کړی دئ او شاو خوا ۴۰۰ تنه بندیان ئې له زندان څخه آزاد کړي دي. د پاکستان د استخباراتي چارواکو په وینا په آزادو شوو کسانو کې یوازې څو تنو له یاغیانو سره تړاو درلود. د تحریک طالبان پاکستان په نوم ډله چې د القاعدې ترهگره شبکې سره نزدي اړیکي لري د برید پړه پر غاړه اخیستې ده او وایي چې د دوی جنگیالو دغه برید تر سره کړی دئ. خو په عاجله توگه د دغه خبر پخلی نه دئ شوی.