1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ايالتي قاضي القضات زوی را آزاد کړل شو

آژانسونه / س.ر.۱۳۹۵ تیر ۲۹, سه‌شنبه

د پاکستان د سندهـ ایالت د هایکورټ، یا لوړې محکمې د قاضي القضات زوی را آزاد کړی شوی دی. اویس علي شاه تیره میاشت له کراچۍ څخه تښتول شوی وو.

https://p.dw.com/p/1JRLq
Pakistan Befreiung Awais Ali Shah
انځور: ISPR

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم سلیم باجوه د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د اویس علي شاه د آزادولو له پاره عملیات ډیره اسماعیل خان ته څیرمه د ټانک، په سیمه کې تر سره شوي دي. ویل شوي دي چې په دغو عملیاتو کې درې برمته نیونکي وژل شوي دي.

د عاصم سلیم باجوه په خبره سهار وختي پوځیانو هغه وخت پر برمته نیونکو باندې هجوم وروړ چې اویس یې په یوه موټر کې کینولی وو او بل ځای ته یې انتقالول غوښتل.

د پاکستان د پوځ په وینا اویس روغ رمټ او د یوې الوتکې په واسطه کراچۍ ته بیول شوی دی. پاکستاني رسنیو د اویس علي شاه کور ته د رسیدو انځورونه خپاره کړي دي.

د سندهـ د لوړې محکمې قاضي القضات سجاد علي شاه د خپل زوی د آزادیدو په هکله خوښي څرگنده کړې ده او دغه گام یې ستایلی دی.د سجاد علي شاه زوی اویس علي شاه تیره میاشت نقاب لرونکو کسانو د پاکستان له ساحلي ښار کراچۍ څخه تښتولی وو. هغه له یوه مارکیټ څخه تښتول شوی وو. د رپوټونو له مخې داسې معلومیده چې برمته نیونکو په پر له پسې توگه هغه تعقیباوه.

د عیني شاهدانو په وینا هغه وخت اویس علي شاه مقاومت کړی وو خو نقاب لرونکو کسانو ژر هغه کابو کړ او په یوه سپین رنگه موټر کې یې ورواچوه.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د کراچۍ ښار چې نفوس یې شل میلیونه کسانو ته رسیږي له یوې مودې راهیسې له مذهبي، ژبني او سیاسي تشدد سره مخامخ دی. خو د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر میاشتې راهیسې د نیمه ملیشو له لوري د پیل شوو عملیاتو راهیسې د جرمونو په شمیر کې کموالی راغلی دی.

زموږ له آرشيفه د سيمي بله موضوع په انځورونو کي:

د اويس علي شاه د آزادېدو لحظې
د اويس علي شاه د آزادېدو لحظېانځور: ISPR