د افغان سولې د پرمختگ له پاره د افغان مهاجرو د ستنېدو غوښتنه
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۰, سهشنبهد پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحدو ايالاتو د ځانگړي استازي زلمي خليلزاد په مشرتوب استازو او پاکستاني ديپلوماتانو ترمنځ تر ليدنې کتنې وروسته وويل: «دا [د افغان مهاجرو بيرته ستنېدل] زموږ له هغو وړاندیزونو څخه يو وو چې پر ميز مو ايښي ول.»
پاکستان وړاندیز کړی دی چې امريکا دې له دغه هيواد څخه تر ۲ ميليونه زياتو مهاجرو د بيرته ستنولو په موخه چې له څو لسیزو راهيسې هلته میشت دي، له اسلام آباد سره مالي او لوجستکي مرسته وکړي.
د پاکستان حکومت په ماضي کې د افغان مهاجرو د بيرته ستنولو له پاره په څو وارې ضرب الاجل ټاکلی او بیرته ځنډولی دی.
زلمی خليلزاد او د جنوبي او مرکزي آسيا له پاره د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليس ويلز د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۹ نیټه) اسلام آباد ته تللي ول څو د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مستقيمو خبرو اترو د زمينې برابرولو له پاره د پاکستان مرسته ترلاسه کړي.
خليلزاد تر اوسه د طالبانو له استازو سره په قطر کې د خبرو اترو څو پړاونه ترسره کړي دي، خو طالبان له افغان حکومت سره له مستقميو خبرو ډډه کوي.
ياد پاکستاني چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل: «دا هغه څه دي چې دوی [امريکايان] یې زموږ څخه غواړي. يعني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقميمو خبرو اترو ته لاره هوارول.»
په اسلام آباد کې د امريکا د سفارت له خوا د سه شنبې په ورځ د خلیلزاد د سفر په اړه په جاري کړل شوې اعلاميه کې د نوموړي له قوله ويل شوي چې د اسلام آباد خبرې اترې گټمني وې.
(B.S/N.Z(dpa