1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغانستان پر غوسې سربیره هم پر پوله کټاره دروي

۱۳۹۶ مهر ۲۷, پنجشنبه

پاکستان تمه لري چې له افغانستان سره پر پوله اغزن سیمي ديوال درول به له افغانستان څخه دې هیواد ته د یاغیانو د اوښتو مخه ونیسي. خو کابل بیا د افغانستان او اسلام آباد تر منځ پر پوله د سمي دېوال درولو مخالفت کوي.

https://p.dw.com/p/2m97B
Graben an der Grenze von Afghanistan nach Pakistan
انځور: DW/A.G. Kakar

پاکستان غواړي چې له افغانستان سره د خپلې۲۵۰۰ کیلومتره پولې ډیرې برخې باندې سيمي دېوال ودروي. دا په داسې حال کې ده چې کابل پر دې پلان باندې نیوکې کوي او وایي چې له دې سره به کورنۍ سره وویشل شي. د بریتانیا له خوا په ۱۸۹۳م کال کې ایستل شوې د دیورند کرښې په دواړو هیوادونو کې کورنۍ، قومونه او ملګري سره بیل کړي دي.

د پاکستان پوځ اټکل کوي چې د دې پروژې له پاره به ۵۳۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ولري. پوځ د کټارې او اغزن سیم د کشولو تر څنک له افغانستان سره پر پوله د ۷۵۰ پوستو جوړولو او د څار عصري سیستمونو نصبولو پلان هم لري.

د سویلي وزیرستان په انګور ادا، سیمه کې د اغزي لرونکي سیم درې بستې د کټارو تر منځ د غزیدو په حال کې دي. د پاکستان د پولو ساتنې په اداره کې یوه پاکستاني چارواکي وویل: «کټاره اساسي بدلون دی. دا د پولې د مدیریت په برخه کې یو تاریخي اقدام دی.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده: «په سویلي وزیرستان که به د نړیوالې پولې یو داسې انچ هم نه وي چې زموږ تر څارنې لاندې نه وي.»

د پاکستان پوځ تر اوسه پورې له افغانستان سره د خپلې پولې پر ۴۳ کیلومتره سیمه باندې کتاره درولې ده. پوځ دغه پروژه د فاټا سره سیمو څخه پیل کړې چیرې چې ډیری امنیتي ستونزې رامنځ ته کیږي. تمه کیږي چې پوځ به همداراز په لسهاو زره نوي اضافي سرتیري هم په کار وګوماري چې د پولې ساتنه وکړي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د ټولې پولې کټاره کول به څومره وخت ونیسي.

خو د پاکستان دغو پلانونو د کابل نیوکې راپارولې دي. د ننګرهار والي ګلاب منګل، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې پر پوله دیوال به د دواړو هیوادونو تر منځ کرکه او رنجش ډیر کړي او هیڅ هیواد ته به هم ګټه و نه رسوي.

هغه ویلي دي: «کټاره به د پولې دواړو خواو ته هرو مرو ډیرې ستونزې رامنځ ته کړي خو هیڅ دیوال او کټاره دغه قومونه سره نه شي بیلولای.»

هغه زیاته کړې: «زه پر دغو قومونو باندې غږ کوم چې د دې کار پر وړاندې ودریږي.»

پاکستان په وروستیو کلونو کې د خپلو یو شمیر ستونزو پړه پر هغو پاکستاني طالبانو باندې اچوي چې په خبره یې په افغانستان کې میشت دي. افغانستان هم پر پاکستان ورته تورونه لګوي او وایي چې دې هیواد د طالبانو او حقاني شبکې مشرتابه او جنګیالیو ته ځای ورکوړی چیرې چې هغوی د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد بریدونه پلانونه.