1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان جټ الوتکې صادرول غواړي

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۳ آذر ۱۶, یکشنبه

په کراچې کې د جنگي وسایطو او تجیزاتو څلور ورځنی نندارتون د پنچشنبې په ورځ (د دسمبر ۴مه) پای ته ورسید. په دغه نندارتون کې د پاکستان ساخت پوځي تجهيزات نندارې ته وړاندي کړل سوي ول.

https://p.dw.com/p/1E0Ub
انځور: DW/Rafat Saeed

د کراچي په نندارتون کي د پاکستان ساخت د زرې موټرو، ماشیندار او نورو جنگي وسایلو تر څنگ د (JF-17) جټ الوتکې هم نندارې ته ایښودل شوې ول. د اټومي وسلو درلودونکی دغه هیواد غواړي چې په دې توگه په نړیواله کچه ځان د وسلو د یو صادرونکي هیواد په توگه مطرح کړي.

د پاکستان په کراچي ښار کې د ۲۰۱۴ کال د دفاعي وسلو څلور ورځنی نندارتون د پنجشنې په ورځ (د سمبر ۴مه نیټه) پای ته ورسید. په دې نندارتون کې د نړۍ له مختلفو هیوادونو تر ۶۰ ډیرو استازو او تر۷۰ ډیرو پاکستاني شرکتونو گډون کړی وو.
پاکستان د لوی او په ښه توگه تمویل شوي پوځ د درلودلو له کبله د یوې اوږدې مودې راهیسې د دفاعي وسلو یو لوی واردونکي هیواد دی.

دغه هیواد په ځانگړې توگه له چین څخه ډیر پوځې وسایل او تجهیزات رانیسي. پاکستان د (JF-17) ډوله جټ الوتکو، بې پيلوټه اکتشافي الوتکو او ټانکونو په صادرولو سره غواړي چي ډېر خارجي اسعار ترلاسه کړي. يادي الوتکي د لومړي ځل له پاره د چین هیواد په مرسته جوړي شوي وې خو ټانکونه او بې پيلوټه اکتشافي الوتکې په خپله د پاکستان ساخت دی.

د خارجي اسعارو ځېرمي ۳ مليونو يورو ته راټيټي سوي

پاکستان ساخت بې پيلوټه الوتکه
پاکستان ساخت بې پيلوټه الوتکهانځور: DW/Rafat Saeed

د پاکستان د خارجي اسعارو ځيرمي په ۲۰۱۱ کال کې د بحران وروسته له ۱۵ میلیاردو يورو څخه ۳ میلیارده يورو ته را ټيټ شو، په ۲۰۱۳ کال کې دغه بازار یو ځل بیا بهبود وموند، خو د پاکستان اقتصاد، د انرژۍ د اوږدمهاله بحران له امله اوس هم د بن بست، خنډونو او رکود سره مخامخ دی چې د روان مالي کال له پاره ۴،۳ سلنه پیشبینې شوی دی.


د (JF-17) نوي جټ الوتکې، د«PAC» په نامه د پاکستان د هوایې تجهیزاتو په دستگاه کې چې د پلازمېنې اسلام آباد په لویدیځ کې موقعیت لري جوړې شوې دي. د پاکستان په کراچي ښار کې په دغه نړیوال دفاعي نمایش کې د یوه سمینار په ترڅ کې د دغو وسلو او تجهیزاتو کارول ښوول کیدل.

ټاکل شوې ده چې دغه جنگي جټ الوتکې به په لومړي پړاو کې د پاکستان پوځ ته ورکړل شي چې اوس مهال د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د طالب جنگیالیو پر ضد په جگړه بوخت دي. د پاکستان د هوایې ځواک یو مارشال جاوید احمد وویل:« مونږ هر کال د (JF-17) نوي جوړ شوې ۱۶جټ الوتکې د پاکستان هوایې ځواکونو ته ورکوو.»


په کال کي د ۲۵ الوتکو توليد

پاکستان ساخت توپک
پاکستان ساخت توپکانځور: DW/Rafat Saeed


نوموړي زیاته کړه چې ۵ وزره دغه الوتکي په همدې میاشت کې د پاکستان هوایې ځواکونو ته سپارل کیږي او دغه فابریکه په کال کې د ۲۵ الوتکو د تولید ظرفیت لري.

د پاکستان هوایې ځواک له (JF-17) جټ الوتکو څخه کار اخیستل د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۰ کال کې پيل کړ. دغه هوایې ځواک په تاریخي لحاظ له هند سره د جگړې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو پر وارداتو متکي وو.

د پاکستان هوایې ځواکونو له افغانستان سره په پوله پرتو قبایلي سیمو کې د ياغيانو پر وړاندي د هوایې بریدونو په ترڅ کې د پاکستان په وسیله جوړ شوې نه بلکې، له (F-16) جنگي الوتکو څخه کار اخیستې دی. د سړې جگړې تر پای ته رسیدو وروسته پاکستان له چین سره د خپلو دفاعي او اقتصادي مناسباتو په ښه کولو شروع وکړه. دغه مناسبات په ۲۰۰۳ کال کې د یوه جنگي جټ الوتکې په ازمایشي پرواز سره خپل اوج ته ورسیدل. د روان میاشتې په اوایلو کې چین په پاکستان کې د ۴۲ میلیارده يورو پانگونې ژمنه وکړه چې ډیره برخه به یې د انرژۍ په سکتور کې ولگول شي.