1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د کرزي په سفر کي مهم پيغام نغښتی دئ

۱۳۹۰ بهمن ۲۷, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی د يو لوړ پوړي پلاوي په ملتيا اسلام آباد ته رسېدلی دئ. کرزی به په دغه دوه ورځني سفر کي د ايران، پاکستان او افغانستان په غونډه کي گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/143yO
انځور: dapd

اسلام آباد ته د افغان پلاوي سفر په داسي حال کي کيږي چي دواړه هيوادونه غواړي چي له طالبانو سره د سولي په خبرو کي خپله ونډه ولري خو بر عکس اړيکي ئې د تيرو لسو کلونو په پرتله تر بل هر وخت ډيري ترينګلي ښکاري.

د پاکستان له مذهبي مشرانو سره ليده کاته چي پر افغان طالبانو باندي ژور اغيز لري د افغان پلاوي د سفر بله موخه ښوول شوې ده.

د افغانستان د بهرنيو چاررو وزارت وايي چي په دې سفر کي ولسمشر يو وار بيا له طالبانو سره د سولي په خبرو کي د پاکستان مرسته وغواړي.

«د افغانستان ولسمشر به له خپل پاکستاني سيال سره او د هغه هيواد له چارواکو سره د سولي په پروسه البته له طالبانو سره د سولي په خبرو او په دغه برخه کي د پاکستان د همکارۍ او مرستي پر مسئلې خبري وکړي او موږ تل ويلي دي چي پاکستان په دغه برخه کي خپل اغيز لري».

د سياسي چارو شنونکي د کرزي دغه سفر ډير مهم ارزوي. د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد ډاکټر فاروق بشر دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي پاکستان غواړي له طالبانو سره په خبرو کي د کابل له حکومته ونډه وغواړي.

«موږ ټول پوهيږو چي ترهګري ډلي په پاکستان کي دي، هغوی له پاکستانه فعاليت کوي او شوراګاني لري، خو پاکستان په اوسنيو شرايطو کي غواړي چي له طالبانو سره په خبرو کي برخه ولري او له حکومت سره په احتمالي توګه د هغوی په يو ځاي کيدلو کي پر هغوی خپل اغيز وساتي».

په کابل کي د ولسمشر کرزي وياند ايميل فيضي ويلي دي چي له زرداري سره به ولسمشر کرزی د افغان مهاجرينو او همدا راز د هغي اقتصادي راکړي ورکړي پر سر هم خبري وکړي چي له څه مودې راهيسي زيانمنه شوې ده.

خو ځينو سرچينو په کابل کي د رويټرز آژانس ته ويلي دي چي کرزی به د طالبانو د کوټي د شورا له غړو سره هم د ليدلو کتلو هڅه وکړي.

دا چي د کوټي له شورا سره د کرزي د ليدلو کتلو په برخه کي پاکستان مرسته کولای شي که نه. افغان کارپوه عصمت الله غلجی وايي بې له شکه پاکستان په دې کي ستر رول لوبولای سي.

«د پاکستان دولت عملاً د طالبانو ملاتړ کوي، هلته طالبان د کوټي شورا لري، د وزيرستان او پيښور شورا ګاني لري دا ډله د پاکستان د استخباراتو له ملاتړ څخه برخمنه ده، او د پاکستان حکومت ورسره مرستي کوي. که پاکستان وغواړي دا کار ډير ژر کيدای سي.»

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل