1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان ته دې مرستي په حقاني شبکې ځپلو پوري مشروطي شي»

آژانسونه۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۱, جمعه

امریکایي قانون جوړوونکو په یوه قانون کې غوښتنه کړې ده چې پاکستان ته دې د امریکا ۴۵۰ میلیونه پوځي مرستې تر هغه وخته پوري ور نه کړل شي چې د حقاني شبکې پر ضد یې مبارزه نه وي پیل کړې.

https://p.dw.com/p/1Iqxq
Jalaluddin Haqqani
جلال الدین حقانيانځور: AP

د مالي مرستو دغه بسته د ملي دفاع تصویب یا NDAA نومیږي چې ۶۰۲ میلیارده ډالر ده. دا بسته د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازو مجلس له خوا تصویب شوه چې پکښې راغلي دي چې امریکا متحد ایالات به پاکستان ته تر هغه وخته پوري۴۵۰ میلیونه ډالر مرستې ور نه کړي چې دغه هیواد د حقاني شبکې د ځپلو له پاره لا ډېر اقدامات و نه کړي.

امریکا متحد ایالات د حقاني شبکه، یوه ترهګره ډله او په افغانستان کې د خپلو ځواکونو او افغان دولت له پاره ګواښ بولي.

د دې قانون له مخې باید د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاګون تائید کړي چې پاکستان د حقاني شبکې د ځپلو له پاره عملیات کوي او ورته اجازه نه ورکوي چې له شمالي وزیرستان څخه د پټنځای په توګه کار واخلي. پر دې سربیره ویل شوي دي چې پاکستان باید د حقاني شبکې پر وړاندي خپله جګړه له افغان حکومت سره همغږې کړي.

کله چې د استازو مجلس دغه قانون تصویباوه، نو له پاکستان سره د مرستو په برخه کې یې څلور اصلاحات راوستل چې د مجلس له خوا تصویب شول.

په دې قانون کې له پاکستان سره د مرستو یو اضافه شوی شرط دا دی چې د امریکا حکومت باید تائید کړي چې پاکستان د حقاني شبکې لوړ پوړو او منځنی مشرانو د نیولو او محکمه کولو هڅې پیل کړي دي.

پر دې سربیره دا هم د یوه شرط په توګه راغلي دي چې پاکستان باید د امریکا متحدو ايالاتو له مرستو څخه د لږکیو د ځپلو له پاره کار وا نه خلي. پر دې سربیره له پاکستان څخه غوښتل شوی دي چې هغه ډاکټر هم آزاد کړی چې د اوسامه بن لادن په موندلو کې یې له امریکانانو سره مرسته کړې وه.

خو دا ددغه قانون وروستی بڼه نه ده، هغه باید د کانګرس له یوه بل قانون سره یوځای شي او بیا ولسمشر اوباما ته د توشیح له پاره واستول شي. ولسمشر اوباما کولای شي چې د هغه له توشیح څخه ډډه وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب