1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او هندوستان يو پر بل تورونه لگوي

۱۳۹۲ مرداد ۲۱, دوشنبه

پاکستان د دوشنبې په ورځ پر هندوستان باندې تور ولگاوه چې په کشمیر کې یې پر پاکستاني خاوره باندي ډزي کړي او یو تن ملکي وگړی یې وژلی دی. د پاکستان او هندوستان تر منځ په شخړه ییزه سیمه کشمیر کې حساسیتونه رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/19Ntp
FILE - In this July 17, 2006 file photo, Border Security Force soldiers patrol the India-Pakistan border at Kanachak, about 15 kilometers (9 miles) west of Jammu, India. Pakistan and India traded accusations Sunday, Jan. 6, 2013, of violating the cease-fire in the disputed northern region of Kashmir, with Islamabad accusing Indian troops of a cross-border raid that killed one of its soldiers and India charging that Pakistani shelling destroyed a home on its side. (Foto:Channi Anand, File/AP/dapd)
Grenze Patrouille Indien Pakistanانځور: dapd

په دې سره نو د دواړو هیوادونو تر منځ د سولې د خبرو اترو وروستۍ پیل شوی بهیر کيدای شي له گواښ سره مخامخ شي. پاکستان او هندوستان تر اوسه پورې درې وارې يو له بل سره جگړه کړې ده. دواړه هیوادونه پر کشمیر باندې د بشپړ کنترول غوښتونکي دي. پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له هندوستان څخه بیل شو.

یو پاکستاني پوځي چارواکو پر هندي پوځیانو باندې تور ولگاوه چې د دوشنبې په ورځ سهار وختي یې «پرته له دې چې د کومې پېښه په واسطه وپارول شي» پر پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې. دغه چارواکي ویلي دي چې د دغو ډزو په پایله کې د محمد زبیر په نوم یو ملکي وگړی وژل شوی دی.

د پاکستان او هندوستان سرحدي ځواکونه
د پاکستان او هندوستان سرحدي ځواکونهانځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې یوه هندي پوځي چارواکي بیا ویلي دي چې هندي ځواکونو د پاکستاني ځواکونو د ډزو په ځواب کې پر هغوی باندي ډزې کړې دي. دغه چارواکي ټینگار کړی دی چې هغوی د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر پوستو باندې ډزې کړي دي نه د ملکي وگړو پر استوگن ځایونو.

د دغه هندي چارواکي په خبره پاکستاني پوځیانو د شپې له خوا پر هندي سرتیرو ډزې وکړي. هغه پر پاکستان باندې په ۲۰۰۳ کال کې د شوي اوربند د ماتولو تور ولگاوه.

د دواړو هیوادونو پوځي چارواکو د نوم د نه اخیستلو په شرط له رسنیو سره خبرې کړي دي. د هغوی په خبره، لوړپوړو چارواکو ورته د دې اجازه نه ده ورکړي چې په دې اړه له رسنیو سره خبرې وکړي. د کشمیر غرنۍ سیمه د پاکستان او هندوستان ترمنځ ویشتل شوې ده، خو دواړه هیوادونه د ټول کمشیر غوښتنه کوي.

هندوستان تیره اوونۍ په مستقیم ډول پر پاکستاني پوځیانو باندې تور ولگاوه چې له لومړۍ لیکې اوښتي دي او د هندوستان برخه کشمیر کې یې پنځه تنه هندي سرتیري وژلي دي. هندوستان ویلي دي چې په دې پېښه کې ښکیلو کسانو ته باید سزا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دغه تورونه رد کړي دي او پر هندوستان باندي یې تور لگولی دی چې د دغه هیواد ځواکونو د تیرې پنجشنبې په ورځ یو تن پاکستاني ملکي وگړی سخت ټپي کړی دی. هندوستان هم دغه تور په کلکه رد کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف تیره اوونۍ د دغو پېښو په اړه اندیښنه څرگنده کړه او ویې ویل چې دواړه اړخونه باید هڅه وکړي چې حالات تر دې خراب نه شي. دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان وایي کیدای شې د کشمیر د کرښې په دواړو خواوو کې یو شمیر یاغیانو له دغو حساسیتونو څخه گټه اخلي او د هندوستان او پاکستان تر منځ د سولې روان بهیر له لا لویو ستونزو سره مخامخ کړي.