1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او هندوستان د ښو اړيکو خبري کوي

۱۳۹۰ مرداد ۵, چهارشنبه

د پاکستان او هندوستان د بهرنيو چارو وزيرانو د چهارشنبې په ورځ ويلي چي د دواړو هيوادونو اړيکي اوس د پخوا په پرتله ښې سوي. دغو چارواکو په نوي دهلي کي تر کتني وروسته دغه خبره کړې.

https://p.dw.com/p/1259s
د پاکستان او هندوستان د بهرنيو چارو وزيران
د پاکستان او هندوستان د بهرنيو چارو وزيرانانځور: dapd

که څه هم د دغو چارواکو په ليدنه کتنه کي کومي خاصي موافقي نه دي لاسليک سوي. خو د خبرو اترو فضا د راتلونکو پرمختګونو له پاره اميدونه لا پسي ډير کړل.

دا په وروستي يو کال کي د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه لومړنۍ ليدنه وه. په ۲۰۰۸ کال کي د ممبې تر بريدونو وروسته بيا دواړو هيواد نو د سولي د پروسې خبري اتري درولې وې.

تر دې کتني وروسته د دواړو هيوادونو استازو راتلونکي ته خوشبيني ښودلې. د هندوستان د بهرنيو چارو وزير وويل چي د دواړو هيوادونو اړيکي اوس يو ځل بيا پر سم لوري راواني دي.

«موږلا تر اوسه هم بايد ډير وړاندي ولاړ سو، خو اوس موږ د موضوعاتو په اړه پراخ نظر لرو. زه په دې خبري مطمين يم چي موږ کولاس سو چي هغه روابط چي غواړو سره ولرو.»

د پاکستان د بهرنيو چارو نوي ځواني وزيري، حينا رباني، هم ويلي چي د دواړو هيوادونو تر منځ د سولي بهير اوس يو نه دريدونکی بهير دی او دواړه هيوادونه غواړي چي دغه لړۍ پر مخ ولاړه سي.

«د پاکستان او هندوستان نوی نسل به د دواړو هيوادونو تر منځ د ښو روابطو شاهدان وي.»

د دواړو هيوادونو لخوا په يوې خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي دغه هيوادونه به د خپلو اړيکو د ښه کولو، د سواداکرۍ د پراخولو او د زورپالۍ په وړاندي مبارزه کي موافقه کړي ده.

د پاکستان اوسنۍ د بهرنيو چارو وزيره 34 کلنه ده او د پاکستان لومړنۍ ښځينه د بهرنيو چارو وزيره ده. وروسته له هغي چي دا په دغه کار وګمارل سوه د هغې د وړتياو په اړه ځيني پوښتني رامنځ ته سوې، چي ايا هغه به د دې توان ولري چي د پاکستان په شان د يوه هيواد بهرنۍ اړيکي تنظيم کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل