1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او ناټو يو جوړجاړي ته نژدې سوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چي پاکستان او متحده ایالات په افغانستان کي ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي لاري د پرانيستلو پر سر یوه جوړ جاړي ته نزدې شوي دي.

https://p.dw.com/p/14wMH
انځور: DW

تیره ورځ ناټو د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ته د ناټو په سرمشریزه کي چي د می د میاشتي پر۲۰ او ۲۱ نیټه په شیکاگو کي تر سره کېږي د بلني گډون ورکړی وو. د پاکستان د ولسمشر ویاند هم تیره ورځ ویلي ول، چي د کابینې د دفاعي کمېټې تر غونډه وروسته به دا پریکړه وشي چي آیا ولسمشر به په دغه غونډه کي گډون وکړي، که نه.

د اکمالاتي لاري پرانیستل به د واشنگټن او اسلام اباد تر منځ په اړیکو کي یو لوی پرمختگ وي. تر دې وړاندي داسي اټکل کیده چي ترینگلي اړیکي به د دې لامل شي چي د افغانستان د راتلونکي په اړه ترسره کیدونکي مهمه غونډه کي به پاکستان گډون و نه کړای شي.

د تیر کال د نومبر د میاشتي پر۲۶مه نیټه د ناټو په یوه هوایي برید کي د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته پاکستان د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر وړاندې خپله پوله وتړله.

په واشنگټن کي د پاکستان د سفارت ویاند ندیم هوتیانا، په شیکاگو کي د ناټو په سرمشریزه کي د پاکستان د ولسمشر گډون تائید کړی دئ.

د سه شنبې په ورځ د ناټو ویاندي اوانا لونگیسکي له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي ول: «دغه غونډه به د افغانستان د خلکو او راتلونکې له پاره د نړیوالي ټولني ژمنتیا تکرار کړي او پاکستان به په دې کي یو مهم رول ولري چې کولای شي په راتلونکي کې ئې ولوبوي.»

افغان ولسمشر حامد کرزی هم په دغه غونډه کي د گډون له پاره المان ته رسېدلی دئ، چي له دغه هيواد سره نن «چهارشنبه د ۲۰۱۲م کال د می د میاشتې ۱۶مه» د اوږد مهاله همکاریو یو تړون لاسلیک کړي او تر هغه وروسته به د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

په اسلام اباد کي د امریکایي او پاکستاني چارواکو تر منځ د څو اونیو خبرو اترو وروسته تیره ورځ د پینټاگون ویاندي دا هیله څرگنده کړه، چي دا کار به په نزدې راتلونکي کې تر سره شي.

د پاکستان د لومړي وزیر یوسف رضاگیلاني له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چي وزیرانو د هغه وړانديز ملاتړ کړی دئ چي پاکستان دي ناټو ته یوازي د غیر پوځي اکمالاتو د لیږولو اجازه ورکړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل