1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی لومړی وزير گېلاني کابل ته ورسېدی

۱۳۹۰ فروردین ۲۷, شنبه

کابل ته دپاکستان د لومړي وزیر سره په دغه سفر کی د هغه هیواد د کابینې یو شمیر غړي او د پټ څاري ادارې مشر احمد شجاع پاشاه هم ملګرتیا کوي.

https://p.dw.com/p/RINQ
لومړی وزير يوسف رضا گېلانيانځور: AP

دغه پلاوی د شنبې په ورځ په افغان شاهي ماڼۍ کې له ولسمشرکرزي سره وکتل. له ترهګرۍ سره مبارزه، د طالبانو د پخلایني برنامه، اقتصادي او ترانزیتي اړیکي کابل ته د دغه عالي رتبه پاکستاني پلاوی د سفر موخه بلل سوي.

دا په تیرو شپږو میاشتو کی کابل ته د ګیلاني دوهم سفر دی. افغانستان ته د پاکستاني صدراعظم پر وینا د هغه تاریخي سفر پر داسي مهال تر سره سوی چی ترکیې په استانبول ښار کې طالبانو ته د یوه سیاسي دفترګي د پرانیستلو ژمنه کړي.

که څه هم تر اوسه طالبان کومه مشخصه پته نه لري خو ښایې د هغوي ډیر مشران په پاکستان کې خوندي سوي وي. یوسف رضا ګیلاني وویل چې د ترکیې دغه ګام یې د هرکلي وړ دی او ملک یی د افغانستان له اقتصادي او سیاسي برخه کې مرسته کوي.

ګیلاني وویل هیواد یی د اورپکۍ ضد جګړې د ګړنډي کولو لپاره د استخباراتي، پوځي او ملکي چارواکو په ګډون د کابل له حکومت سره د همغږۍ یوه ډله رامنځ ته کړي ده.

د پاکستاني صدراعظم وینا ده چې د کابل او اسلام آباد یو د بل له مرستي پرته سولې ته نسي رسیدای او نړیواله ټولنه هم باید د دغو ګاونډیانو غوښتونې په پام کې ونیسي. هغه وویل چې د افغانستان جګړو یې هیواد بي ثباته کړی خو له سیاسي او اقتصادي پرمختګ پرته سیمې ته ټیکاور نسي راتلای.

«مونږ په دې باور لرو چې یوازي دهمکاریو او اقتصادي بدلونونو له لاري خپلو خلکو ته کار وکړو، ما له ولسمشر کرزي سره د افغانستان پر وضیعت، د سیمې په منطقه، د سولې په پروسي خبري کړي، زه غواړم چی موړنږ د سولی پروسي ته ورسوو.»

ګیلاني وویل چې د سولې د شورا له مشر رباني سره یی کتلي او دواړو لورو ژمنه وکړه چې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون یوه ګډه شورا جوړه کړي. په دغه شورا کی به د بهرنیو چارو دوزیرانو ترڅنګ، دپټ څارو ادارو او دواړو ملکونو لوی درستیزان هم برخه ولري.

ولسمشر کرزي په ځلونو د پاکستان قبایلي سیمې د ترهګرو خوندي ځایونه بللي په داسي حال کې چې اسلام آباد بیا ترهګري د دواړو هیوادونو د ګډو قبایلي سیمو زیږنده بولي. داسي هم ویل کیږي چی اسلام آباد غواړي د طالبانو لپاره په ترکیې کې د سیاسي نمایندګۍ پر ځای په دغه خاوره کې سیاسي دفترګۍ پرانیستل سي.

ځکه پاکستان غواړي په دې کار سره له طالبانو سره د مذاکرو مشري او نوښټ په خپل لاس کې ولري. خو افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل ملک له دښمنو ډلو سره د سولې په خبرو کې د پاکستان په صداقت باوري دی.

«د افغانستان د حکومت او پاکستان تر منځ په زړه پوري او اساسي خبري وسوي، ښاغلی زرداري افغانستان ته د یوه ډیر واضح او مفصل پیام سره راغلی، او دا پیام یی مونږ ته په رسمي مذاکراتو کی ولوست.»

خو پوښتنه دلته ده چی ایا افغان ولسمشر به له خپل ننۍ میلمه زرداري، سره په دغه لیدنه کې د ترهګرو د ځالو او د پاکستان د پټ څاري ادارې د لاس وهلو پر سر خبري وکړي؟

ښاغلی کرزي وویل چې د سولې په لړۍ کې د پاکستان ونډه باید د زمیني جوړونکې په ډول وي، او طالبانو ته به بیا واک ورنکړل سي چی هیواد ته را ستانه سي. جمهور ریس کرزي د سولې پروسې لپاره د طالبانو هغه شرط بي اساسه وبلل چی اساسي قانون کې به تعدیل راوړل کیږي.

هغه وویل چی د سولې په پروسه کی به ترلاسه شویو پرمختګونو ته پام نیول کیږي او که چیرته په اساسي قانون کی ستونزي ولیدل سي په خاصوبرخو کې به خامخا بدلون پکې راوړل کیږي.

«مونږ غواړو چې د سولې په برخه کې عملا جدي اقدامات پیل کړو، په دی میکانیزم کی چی د کابل او اسلام آباد تر منځ جوړ سوی د پاکستان له لوري ښاغلی زرداري، د استخباراتو مشر او لوی درستیز برخه لري او د افغانستان له اړخه هم د افغان ډلي مشري د برهان الدین رباني پر غاړه ده.»

ویل کیږي چی پاکستان نه غواړي له خپل شتون پرته طالبان له افغان حکومت سره خبري وکړي. نو له همدې امله د سولې د عالي شورا خوځښتونه په ځیر سر څاري. د پاکستان لومړی وزیر کابل ته له راتګ دمخه ویلي دي چی د افغانستان جګړه د پاکستان له ملاتړ پرته نسي ګټل کیدای.

زرداري د افغانستان اوپاکستان په سرحدي سیمو د بي پیلوټه امریکايي الوتکو بریدونه د سیمې ټیکاو ته جدي زیان رسونکي بللي او ټینګار یې کړی چی د کابل له حکومت سره به هم په دې باب خبري وکړي.

خو دا اوس له نړیوالي ټولني د افغان دولت نوی غوښتنه نده چې له ترهګرو سره باید د افغانستان د کلیو پر ځای د هغوي په روزن ځایونو کې جګړه وسي.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی