1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان:پخپله خاوره کي بهرنيو ځواکونو ته د عملياتو اجازه نه ورکوو

۱۳۸۷ تیر ۳۰, یکشنبه

د ځايي اوسيدونکو په خبره په سيمه کي هوايي ګزمې ډيري سوي دي او په څرخي الوتکو کي د پولي سره نږدې جوړسوو مورچلو ته ټانکونه او درنه وسله ليږل سوې ده

https://p.dw.com/p/Efrk
د پاکستان لومړی وزيريوسف رضاګيلاني
د پاکستان لومړی وزيريوسف رضاګيلانيانځور: AP

د څه وخت راپدې خوا د امريکايي چارواکو هغه څرګندونو چي د پاکستان په قبايلي سيمو کي به د ترهګرو په وړاندي پوځي عمليات تر سره کړي او په ځانګړې توګه يو څه عمر د مخه د امريکا ولسمشرۍ ته کانديد بارک اوباما هغه خبره چي د پاکستان په قبايلي سيمو کي د ترهګرو ځالي ړنګول به ددوی سياسي کړنلاره وي او دهغه راز د شمالي وزيرستان د پاک افغان پر پوله د ناټو لخوا د څو ورځو راهيسي د خپلو ځواکونو د غښتلي کولو هلوځلو په سيمه کي خلګ سخت اندېښمن کړي دي.

د ځايي اوسيدونکو په خبره په سيمه کي هوايي ګزمې ډيري سوي دي او په څرخي الوتکو کي د پولي سره نږدې جوړسوو مورچلو ته ټانکونه او درنه وسله ليږل سوې ده.

د ناټو ځواکونو څرخي الوتکي په افغانستان کي د پاکستان پولي ته نږدې د ګزمې پر مهال
د ناټو ځواکونو څرخي الوتکي په افغانستان کي د پاکستان پولي ته نږدې د ګزمې پر مهالانځور: AP

که څه هم چي د پاکستان د پوځ وياندجنرال اختر عباس دا د پوځ يوه عادي حرکت بولي او دغه راز د ناټو وياند هم دغه خبره غلطه بللې چي ګواکي ناټو پر پاکستان بريد کوي. خو دا ښکاره خبره ده چي په پاکستان کي سياسي او مذهبي کړيو دا بيره ښوولې ده چي ناټو د پاکستان خاوري ته د ننوتلو پلمې لټوي.

د پاکستان لوړي وزير يوسف رضا ګيلاني په خپل هيواد کي د بهرنيو پوځونوګمارل په سخته سره رد کړي دي ګيلاني د شنبې په ماښام په دولتي تلويزيون کي ويلي دي چي پاکستان پخپله يوازي کولای سي چي د خپلو پولودننه له تروريستانو سره مبارزه وکړي.

دغه راز د خلګو د ګوند مشر آصيف زرداري هم پر دې عمل باندي نيوکي کړي.

د حکومت د اتحادي ګوندونو جمعيت العلمااسلام،پاکستان مسلم ليک نوازشريف ګونداو د عوامي ملي ګوندد مشر تابه لخوا هم څو ورځي دمخه دا غوښتنه وسوه چي بايدپه دې اړوند د پارلمان دننه خبري وسي.

د پاکستان د اتحادي ګوندونو د مشرانو په منځ کي د جمعيت اسلامي امير قاضي حسين احمد ناست دی
د پاکستان د اتحادي ګوندونو د مشرانو په منځ کي د جمعيت اسلامي امير قاضي حسين احمد ناست دیانځور: AP

د جمعيت اسلامي د امير قاضي حسين احمد لخواسختي نيوکي وسوې او د امريکاپر ضديي د بشپړ مقاومت ږغ کړی او د امريکا د متحده ايالتو سره د اړيکو د پريکولو غوښتنه يي وکړه.

د باجوړ د طالبانو ويانو وياند مولوي عمر پر پاکستان باندي د امريکايي پوځيانو تيري ته هرکلی ويلی. نوموړي ويلي چي دوی ته به داسي چانس په لاس ورسي چي نور امريکايان ووژني.

که څه هم چي ددولتي چارواکو په خبره په څرګند ډول کوم خطر نسته. خو د څو ورځو راهيسي پر قبايلي سيمو باندي هوايي ګواښونه، د ډيورنډ د کرښي سره د ناټو ځواکونو تاوبالاکيدل، په قبايلي سيمو کي د ترهګرۍ په پيښو کي يوار بيا تودوالی راتلل، د سولي د لړ په خبروکي خنډونه اچول، په سوات کي د اورپکو د هلوڅلو ډيريدل، په افغانستان کي پر ناټو ځواکونو باندي په بريدونو کي ډيروالی راتلل،د پاکستان د پوځ او مليشې د ځايي طالبانو سره يوار بيا لاس په ګريوان کيدل دا ټولي هغه نښي دي چي په ښکاره توګه خلګ اندېښمن کوي