1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو له دولت سره د سولي خبري پيل کړي

۱۳۹۰ آبان ۳۰, دوشنبه

د پاکستاني طالبانو يو لوړپوړي قوماندان د دوشنبې په ورځ ويلي، چي دوی د پاکستان له دولت سره د سولي اکتشافي خبري پيل کړي دي. د سولي دغه خبري اتري په لومړي سرکي د جنوبي وزيرستان د قبايلي سيمي په اړه دي

https://p.dw.com/p/13E8X
د پاکستاني طالبانو مشران
د پاکستاني طالبانو مشرانانځور: picture alliance / dpa

په دې خبرو کي يو جوړ جاړي ته تر رسيدو وروسته کيدای شي، دغه پروسه نورو سيمو ته هم وغځول شي.د پاکستان قبايلي سيمي په خاصه توګه شمالي او جنوبي وزيرستان د طالبانو او ترهګرو ډلو پاخه سنګرونه ګڼل کيږي.

د امريکا متحده ايالاتو څو ځله د پاکستان څخه غوښتي چي په دغه قبايلي سيمو کي د اورپکو پر ضد ځمکني پوځي عمليات تر سره کړي.

د نوموړي قوماندان په وينا طالبانو د بنديانو پر خوشي کولو سربيره ځيني نوري غوښتني هم کړي. خو نوموړي قوماندان ويلي، چي ښايي د سولي دغه خبري اتري« يو ډير ګران » کار وي. د پاکستاني طالبانو دغه ډله د القاعدې ترهګري ډلي ته ډيره نزدې بلل کيږي.

د امريکا متحده ايالاتو، د پاکستان د پوځ او د هغه هيواد د کمزوري اقتصاد سره په تيرو څو کلونو کي په ميلياردونو امريکايي ډالره مرسته کړې. کيدای سي چي امريکا د پاکستاني طالبانو« تحريک طالبان پاکستان» سره د سولي خبرو اترو ته خوشحاله نه وي.

دغه ډله د امريکا د متحده ايالاتو لخوا د تروريستي ډلو په ليست کي راغلې ده.

تردې د مخه هم د دغي ډلي سره خبرو اترو کومه نتيجه نه ده ورکړې. تر ډز بندۍ وروسته دغه ډلي د وخت څخه په ګټه اخيستني ځانونه بيرته سنبال کړي، تازه بريدونه يې تر سره کړي او پر خلکو يې د سختو اسلامي قوانينو د نافذولو کوښښ کړی.

د طالبانو دغه لوړپوړي قوماندان چي د نوم د نه بربنډولو غوښتنه يې کړې رويترز خبري آژانس ته ويلي: « موږ د سولي خبري اتري پيل کړې، خو دغه خبري په لومړني پړاو کي دي. موږ به وګورو چي په دې کي کوم پرمختګ کيږي.»

دغه قوماندان وړاندي زياتوي، چي دغه خبري په لومړي سر کي د وزيرستان په کچه دي. که چيري دغه خبري اتري په برياليتوب پای ته ورسېدې، نو بيا کيدای شي، چي ټولو قبايلي سيمو ته د سولي د جوړجاړي په اړه خبري وغځول شي.

د پاکستاني طالبانو ډله په افغانستان کي د ناټو په مشرۍ جګړه کي د افغاني طالبانو هم ملاتړ کوي. د پاکستان قبايلي سيمي د افغانستان سره اوږد سرحد لري او د پاکستاني طالبانو دغه ډله په سيمه کي پاخه سنګرونه لري.

د روان کال د می په مياشت کي د القاعدې ترهګري ډلي مشر اسامه بن لادن پلازميني اسلام آباد ته څيرمه د يوې پوځي چاوڼي ترڅنګ د ايبټ آباد په ښار کي د امريکايي ځواکونو له خوا ووژل شو.

ترهغه وروسته پر پاکستان دا فشارونه نور هم ډير شوي، چي د اورپکو او ترهګرو ډلو د له منځه وړلو له پاره بايد کوټلي ګامونه اوچت کړي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل