1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټینس: نادال د مونټریال ټورنامنټ څخه ووت

۱۳۹۰ مرداد ۲۰, پنجشنبه

رافایل نادال په کاناډا کې د ټینس د مونټریال ټورنامنټ د پایلوبو څخه وتې دی. د دغه سیالیو په دوهم پړاو کې هغه د ایفان دودیغ د لاسه ماتې وخوړه.

https://p.dw.com/p/12FBN
Serbia's Novak Djokovic returns a shot to Spain's Rafael Nadal in the men's singles final at the All England Lawn Tennis Championships at Wimbledon, Sunday, July 3, 2011. (Foto:Alastair Grant/AP/dapd)
Tennis Wimbledon Djokovic Nadalانځور: dapd

د ټینس د لوبو په قطار کې ۴۱ نمره لوبغاړي دودیغ په دغه لوبه کې لمړې سیټ و بایله، خو تر هغی وروسته یې پښه ټینګه شوه، او تر درې ساعتو څخه لږې زیاتې لوبي کې برلاسې ؤ.

نادال چې صحي وضعه یی دومره ښه نه وه میدان ته راغی، خو بیا هم لمړۍ سیټ یې وګټه. دودیغ د دي بریا په اړه ویلي :« دا زما د مسلکي بریالیتوبونو نه، بلکه د ژوند تر ټولو لویه کامیابي ده. ما د دې څخه ډیر خوند واخیست، زه ډیر خوشحاله یم.»

نادال تر دې وړاندې دغه ټورنامنټ دوه واري په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸م کلونو کې ګټلې دې. د دودیغ د لاسه تر ماتې وروسته په روانه دوره کې دا د هغه نهمه ماتی ده. خو هغه ۵۱ سیالۍ ګټلې هم دي. د ویمبلډن په پایلوبه کې تر ماتې وروسته هغه د نوواک جوکوچ سره په کومه لوبه کې نه دې مخامخ شوې. جوکووچ نادال په نړیواله کچه د لمړي مقام څخه محروم کړاې ؤ.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: نجیب الله زیارمل