1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټوله نړۍ د اوباما د منځني ختيځ دنوښتونو په انتظار ده

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

داردن تر پاچا دوهم عبدالله وروسته ،دادی داسراييلو نوی صدراعظم بنيامين نيتانياهو نن واشنګټن ته رسيږي ...

https://p.dw.com/p/Hshi
داپريل په مياشت کي کله چه داردن پاچا دوهم عبدالله په واشنګټن کي د بارک اوباماسره ليدنه کتنه درلودل
داپريل په مياشت کي کله چه داردن پاچا دوهم عبدالله په واشنګټن کي د بارک اوباماسره ليدنه کتنه درلودلانځور: AP

د امريکا جمهوررييس بارک اوباما هم ددوو دولتو د حل طرفداره دی ،چه غواړي اسراييل او فلسطينيان څنګ پر څنګ په سوله کي سره ژوند وکي .

د اپريل د مياشتي په آخره کښي بارک اوباما د اردن د پاچا دوهم عبدالله سره د ليدو پر وخت ويلي وه ،چه ددې دپاره چه د منځني ختيځ په شخړي کښي دسولي يوه حل ته سره ورسيږو، نولازمه ده چه د ټولو لازمو خواوو څخه په دغه اړه قاطع تصميمونه ونيول سي .او تراوسه لا د امريکا دمتحده ايالاتو حکومت غواړي،يوازي ټولو خواوو ته غوږ ونيسي ، «خو زه دا هم وايم چه موږ هميشه خبري نسوکولاي . په يوه معينه نکته کښي بايد معامله وسي ،تر څو خلګ وويني او احساس يې کي ،چه پرمختګ رامنځته سوی دی .»

د جمهوررييس بارک اوباما معاون جو بايدن د مې د مياشتي په سر کي د AIPAC دکميټې په مخکي چه په امريکا کښي د اسراييلو د طرفدارانو يوه ډيره معتبره کميټه ده ،نور هم په واضح ډول ويلي وه : «شايد تاسي ددې خبري څخه متعجبه نسي ،چه زه تاسي ته وايم : د ناقلينو دپاره د کورونو جوړول بندکۍ،مخکنۍ پوستې له منځه يوسۍ ، فلسطينيانو ته د تګ راتګ آزادي ورکۍ،او هغو ته د امنيت د ساتلو مسؤليت ورپه غاړه کۍ . دلته خبره پر وعدو نده ،بلکه بايد عمل وسي . »

د اسراييلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو تر اوسه پوري ددوودولتو د حل په باب څه ندي ويلي . دده خارجه وزير اويګدور ليبرمن لا حتی ويلي وه ،چه د اسراييلو حکومت ځان د اناپوليس په موافقو پوري تړلی نه بولي .

د امريکا په اناپوليس کښي د اسراييلو د هغه وخت صدراعظم اولمرت او د فلسطين جمهوررييس محمود عباس د نورو تر څنګ ددوودولتو د حل موضوع يووار بيا تازه او ومنله .

داسراييلو نوی صدراعظم بنيامين نيتانياهو
داسراييلو نوی صدراعظم بنيامين نيتانياهوانځور: AP

د امريکا د پخواني جمهوررييس بوش د امنيتي چارو د مشاور معاون اِليوت اِبرامس وايي ،چه شايد نيتانياهو د بارک اوباما سره د ليدو پر وخت پخپله دغه موضوع راپورته کي . ځکه چه بنيامين نيتانياهو د بارک اوباما په رقم واقع بين دی ،او پوهيږي چه د امريکا دجمهوررييس د توهين اجازه نلري .دی وايي،«دا ديوه اسراييلي سياستمدار دپاره په داخلي سياست کښي ډير تاوان رسوي ،چه دی داسي ښکاره سي ،چه د امريکا او دهغه د جمهوررييس سره خراب مناسبات لري . »

سربيره پر دې اسراييل په ملګرو ملتو کښي د امريکا ملاتړ او حمايې ته ضرورت لري . ابرامس بيا وايي، «که اسراييل واقعأ داسي مفکوره ولري ،چه د ايران اټومي دستګاه بايد د نظامي لاري له منځه يوسي ،او بله لار موجوده نه وي ،نو بيا بايد په دې پوه سي ،چه امريکا په دې باب څه وايي ،او آيا اسراييل ددغسي عمل په حالت کښي د امريکا لخوا د ډيپلوماتيکي او اقتصادي تحريمو په مقابل کي حمايه کيدای سي . »

ځکه د ايران لخوا تهديد هغه موضوع ده ،چه اسراييل يې تر ټولو ډير مصروفه کړي دي .

د جمهوررييس بارک اوباما او دده دحکومت دپاره هم د منځني ختيځ په شخړي کښي ددوودولتو حل د ايران سره په کشمکش کښي ډير رول لري .

بيرګمن/

کتونکي : محمد قاسم نوري