1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکنو کمیسیون د رای ورکوونکو د نوم لیکنې نیټه وغځوله

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعه

افغان چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په انتخاباتو کې د نوم لیکنې له پاره ټاکل شوې وروستۍ نیټه غځول شوې ده. د دې بهیر له پیل راهیسې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د نوم لیکنې پر مرکزونو باندې بریدونو ډیر ملیکان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2xWTY
Afghanistan Wahllokale
انځور: Reuters/M. Ismail

د پلان له مخې باید په افغانستان کې د اکتوبر پر ۲۰مه نیټه د ترسره کیدونکو پارلماني ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر د جون میاشتي په منځ کې پای ته رسیدلی وای.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې تر پنجشنبې ورځي پورې یوازې ۱،۵ میلیونه افغانانو په ټاکنو کې د ګډون له پاره خپل نومونه ثبت کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې کله د اپریل په ۱۴مه نیټه د نوم لیکنې بهیر پیل شو، نو چارواکو هیله لرله چې شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان به خپل نومونه ثبت کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د نوم لیکنې بهیر د یوې بلې میاشتې له پاره غځولی دی.»

داسې اندیښنې شته چې په ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون به د دې بهیر اعتبار تر پوښتني لاندې راولي. راروانو پارلماني ټاکنو ته په افغانستان کې په راتلونکې کال کې د ترسره کیدونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د یوې آزموینې په سترګه کتل کیږي.

په اصل کې باید ټاکنې تیرکال شوي وای، خو دغه بهیر د امنیتي او د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د احتلافاتو له کبله څو وارې وځنډید.

دغه پریکړه په داسې حال کې اعلانیږي چې د ملګرو ملتونو له خوا د پنجشنبې په ورځ خپرې شوې شمیرې ښيي چې د نوم لیکنې د بهیر له پیل راهیسې په ټاکنو پورې د ۲۳ تړلو امنیتي پیښو په پایله کې ۸۶ کسان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.

تر ټولو ډیر تلفات د اپریل میاشتې پر ۲۲مه نیټه په برید کې رامنځ ته شول چې په ترڅ کې یې یوه برید کوونکي د کابل د نوم لیکنې یوه مرکز مخې ته ځان والوزاوه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یا یوناما ویلي دي چې د برید په پایله کې ۶۰ کسان ووژل شول او ۱۳۸ تنه نور بیا ټبیان شول.

په رپوت کې راغلي دي چې د برید ډیر تلفات ښځې او ماشومان ول. زیاته شوې ده چې تر اوسه پورې په ټاکنو پورې په تړلو پیښو کې ۲۶ تنه نور کسان برمته شوي هم دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیشي یاماموتو، وویل: «زه د دغو بریدونو له کبله په سخت په غوسه یم چې په قصدي توګه هغه ملیکان په نښه کوي چې غواړي په اساسي قانون کې هغوی ته له ورکړل شوي حق څه کار واخلي.»

هغه پر طالبانو باندې غږ وکړ چې د ولسمشر غني د فبروري میاشتې د سولې وړاندیز ومني او «د افغانستان د خلکو زورونې ته د پای ټکی کیږدي.»

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو او داعش (اسلامي دولت) ډلې په خپلو وروستیو بریدونو سره ښوولې ده چې غواړي د ټاکنو بهیر زیانمن کړي.

په عین حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې تر دې وروسته نوم لیکونکي کولای شي دغه بهیر د خپلې تذکرې له یوې کاپي سره هم بشپړ کړي. دا پریکړه ځکه شوې ده چې ډیر افغانان ویره لري چې په اصلي تذګرو کې یې په ټاکنو کې د نوم لیکنې د نښان په زیاتیدو سره، کيدای شي د طالبانو له احتمالي بریدونو سره مخامخ کړي.

د ټاکنو کمیسیون روښانه کړې ده چې که څه هم نوم لیکنه د تذکر په یوې کاپي شوي وي، خو رای ورکوونکي باید د انتخاباتو پر مهال خپله اصلي تذکره له ځانه سره ولري.