1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټايمز:صالحي د CIA د معاش خورو په ليست کي دی

۱۳۸۹ شهریور ۴, پنجشنبه

ورځپاڼي د نه نومول سوو افغان او امریکايي چارواکو د خولي ليکلي دي چي،د افغانستان د ملي امنيت د شورا اداري ريس محمد ضيا صالحي چي اوس د رشوت په تور نيول سوی د کلونو راپدېخوا د CIA پيسې تر لاسه کولې.

https://p.dw.com/p/Owk2
«دا لومړی افغان چارواکی نه دی چي په اختلاس تورن دی او د SIA سره اړيکي لري.»
«دا لومړی افغان چارواکی نه دی چي په اختلاس تورن دی او د SIA سره اړيکي لري.»انځور: AP

نيويارک ټايمس ورڅپاڼه ليکي چي د حامد کرزي يو مشاورچي اوس د رشوت خوړلو په تور تر پلټونو لاندي دی د CIA د معاش خوړونکو په ليست کي شامل دی.

دغي بربنډوني د امريکا د متحده ايالاتو د هغو غوښتنو په هکله پوښتني رامنځ ته کړي چي، د افغان حکومت څخه د اداري فساد په وړاندي د کلکي مبارزې غوښتنه کوي، پداسي حال کي چي په دې فساد کي داسي کسان لاس لري چی ددوﺉ سره تړاو لري.

صالحي د هغه يو شرکت د پلټونو د درولو د مخنيوی هڅه کوله چي امريکايي پلټونکو يې په اړه څېړني کولې.

په افغانستان کي (نوی انصاري شرکت) په دې تورن دي چي د افغان مشرانو، د نشه يي موادو د قاچاقبرو او زورواکو کسانو پيسې دباندي انتقالوي.

ورځپانه ليکي چي د صالحي داسي ږغ ثبت سوی چي، ده نوموړي شرکت ته ويلي دي چي د هغه زوی ته د يو موټر په ورکولو سره کولای سي د شرکت په اړه د امريکايي پلټنو مخنيوی وکړي.

ټايمز ليکي چي هغه د جولای په مياشت کي تر نيولو ۶ ساعته وروسته د کرزي په مداخلې خلاص سوی و.

ورځپاڼه وايي چي د امريکا استخباراتي ادارې ويلي دي چي موږ دده په خلاصون کي کوم رول نه درلودی.

د ورځپاڼي په حواله ښايي کرزي په دې خاطر مداخله کړې وي چي داسي نه سي چي دی بيا د افغانستان د حکومت ځني رازونه افشا کړي.

نيويارک ټايمز وايي چي دا تر اوسه معلومه نه ده چي صالحي د CIA د پاره څه ډول خدمتونو کولو. آيا ده يوازي معلومات راټولول او که د امریکا نفوذ يې د افغانستان په حکومت کي پراخاوه.

خو دی لومړی افغان چارواکی نه دی چي په اختلاس تورن دی او د CIA سره اړيکي لري.

دغه راز د کرزي ناسکه ورور احمد ولي کرزی هم د پلټونکو لخوا په دې تورن دی چي د قاچقبرو سره لاس لري او د CIA څخه پيسې اخلي خو هغه دغه دواړه تورونه رد کړي دي.

د CIA اړيکي دداسي کسانو لکه د صالحي او احمدولي کرزي سره پداسي وخت کي بربنډيږي چي د بارک اوباما د ادارې په دننه کي په دې هکله يو شخړيز بحث روان دی چي، ايا د رشوت او اداري فساد له منځه وړل په افغانستان کي د ثبات لپاره يوه کلېدي موضوع ده که نه.

په سپينه ماڼۍ کي ډير کسان په دې عقيده چي په افغانستان کي د اداري فساد پرضد کلکه مبارزه تر ټولو ښه لاره ده، تر څو افغانان د طالبانو څخه ليري وساتل سي.

هغوﺉ وايي چي شفافيت او حساب ورکونه د ثبات بهترينه لاره ده. خو نور بيا دغه ډول لاره د افغان مشرانو د کمزوره کولو په مانا ګڼي په څانګړي توګه هغه کسان چي د امريکا نژدې شريکان دي.

خو سره له دې هم امريکايي پلټونکي په افغانستان کي د اختلاص په پلټنو سخت مشغول دي.

هغوﺉ اوس د هغه شرکت ( نوي انصاري شرکت) پلټنه کوي چي د افغان سياست والو، د نشه يي توکو د قاچقبرانو او زورواکو پيسې د باندي باسي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل