1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

َََََََد افغان خبريال سلطان محمد منادي د وژنې په وړاندې غبرګونونه

۱۳۸۸ شهریور ۲۴, سه‌شنبه

یه كندز كې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو، د بشري حقونو د فعالينو، روڼ آندو، فرهنګيانو او بيلابيلو ټولنيزو جوړښتونو لخوا په كلكه وغندل شو او د دغو غندنو لړۍ ادامه لري.

https://p.dw.com/p/JgmI
انځور: AP

د بيلابيلو مدني ټولنو استازو ، رسنيو او د بشر د حقونو مبارزينو له جمهور رييس حامد كرزي څخه د سلطان محمد منادي د وژنې په اړه د پلټنې غوښتنه وكړه. د دغو بنسټونو استازي په دې ټينګار كوي كه چيرې دولت د منادي د وژنې په اړوند پلټنې ونكړي او د وژنې لاملين په ګوته نكړي دوى به په راتلونكې كې په كوټلي غبرګونونو لاس پورې كړي.

د سلطان محمد منادي پلار تيره ورځ په كابل كې د يو پراخ مطبوعاتي كنفرانس برخه والو ته وويل چې د هغو اړيكو په بنسټ چې ده د منادي له وژنې څخه د مخه له هغه سره نيولي، دا په ډاګه كوي چې د نيويارك ټايمز آزاد شوى خبريال چې له منادي سره يو ځاى برمته نيول شوى ؤ او بريتانيايي پوځونه د ده د زوى په وژنې كې ګرم دي.

افغان كارپوه او ژورناليست محب الله شريف د سلطان محمد منادي وژنه په كلكه غندي او له نړيوالو هغو بنسټونو څخه چې د ژورناليستانو د حقونو ساتندوى دي غوښتنه كوي تر څو په افغان دولت ، نړيوال پوځونه او وسله والو طالبانو فشار راولي چې د افغان خبريالانو امنيت خوندي وساتي.

د افغانستان د كتاب خپرونكو د اتحاديي مشر ښاغلى فرزه يي د سلطان محمد منادي وژنه يوه دسيسه ګڼي او په كلكه يې غندنه كوي.

محب الله شريف پرته لدې نه چې د كوم ځانګړى هيواد نوم ياد كړي وايي چې : په دغو لوبو او معاملو كې د بهرنيانو لاسونه دي.

فرزه يي وايي چې : ژورناليستان له هيڅ اړخ څخه پلوي نكوي دى د ژورناليستانو له مدافعو ډلو څخه غواړي چې په جګړه كې له ښكيلو اړخونو څخه ضمانت تر لاسه كړي چې خبريالانو ته خپل تر ولكې لاندې سيمو كې زيان ونه رسوي او د هغوى په وړاندې هر ډول ګواښونه بند كړي .

د يادونې وړ ده چې سلطان محمد منادي د نيويارك ټايمز له بريتانيايي خبريال سره د كندز په ولايت كې د طالبانو لخوا برمته شوى ؤ وروسته له څلورو ورځو څخه د وږي په اتلسمه بريتانيايي خبريال له برمته نيونكو څخه وژغورل شو او سلطان محمد منادي د يوې مرموزې پيښې له امله ووژل شو. دا چې تر اوسه د وژل شويو افغان ژورناليستانو اجمل نقشبندي ، صمد روحاني او جان الله هاشم زاده د قتلونو عاملين ندي پيژندل شوي د سلطان محمد منادي د وژنې د عاملينو د پيژندنې شونتياوې هم كمزوري بريښي.

انور برى پال
کتونکی: یحیی وردک