1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو طالب په جرمني کي په څلور کاله بند محکم سو

۱۳۹۶ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د برلين ستري محکمې يو افغان د وسله والو طالبانو د غړيتوب په خاطر په ۴ کاله بند محکم کړ. د دغه افغان محاکمه په اپريل مياشت کي پيل سوې وه.

https://p.dw.com/p/2lXbO
Gerichtshammer
انځور: Bilderbox

د برلين د ستري محکمې يوې وياندي ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ دغه په ۱۹۸۸م کال کي زېږدلی افغان په څلور کاله بند محکم کړ.

د هغې په خبره واجد س. په درو قضيو کي له يوه بهرني تروريستي سازمان سره په غړيتوب محکم سوی دئ.

د محکمې قاضيانو هغه په دوو قضيو کي چي يوه ئې د جنگي وسلو لرلو له قانون څخه سرغړونه او بله د قتل هڅه ده مجرم پيژندلی دی. د دغه افغان محاکمه د روان کال په اپريل مياشت کي پيل سوې وه. هغه به همداسي بندي پاته سي.

د جرمني څارنوالۍ پر دغه افغان مهاجر تور لگولو وو چي په ۲۰۰۹م کال کي په خپل هيواد کي د وسله والو طالبانو غړی سوی وو او هغه ته ئې د پنځه کاله بند سزا غوښتې وه.

واجد س. دغه راز په دوو قضيو کي د قتل د تلاښ په تور هم مجرم پېژندل سوی دئ. د محکمې د معلوماتو له مخي هغه په ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م کلونو کي له خپلو ملگرو سره پر افغان ملي پوليسو بريدونه کړي.

زموږ له ارشيف څخه: