1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"طالبان مو په خپلو باغونو کي په ماينونو وژني"

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ مرداد ۲, چهارشنبه

د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسيدونکي شکايت کوي چي د وسله والو طالبانو له خوا ښخ سوي ماينونه يې د باغونو حاصلات وراسته کړي او دوى نه سي کولاى چي خپلو باغونو ته د انګورو او نورو مېوو د ټولولو له پاره ورسي.

https://p.dw.com/p/19DQl
Pir Mohammad, left, and his son Saifullah, 10, clean pebbles out of harvested wheat in Murgham, Afghanistan Sunday, July 28, 2002. Agriculture dependent villagers are hoping for an end to Afghanistan's four year draught. (AP Photo/ Tomas van Houtryve)
Afghanistan Landwirtschaftانځور: AP

د پنجوايي ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو له دويچه يله سره په خبرو کي وويل چي په وروستيو وختونو کې وسله والو طالبانو د يادي ولسوالۍ په ډېرو کروندو، باغونو او کوڅو کې زيات ماينونه ښخ کړي دي.

هغوی زياته کړه، طالبانو ورته ګواښونه کړي دي چي له مازديګر څخه وروسته بيا د سهار ترلمر ختو پوري دي څوک هم له کور نه راوزي.

دغه کسان چي له بيري له رسنيو سره خبري هم نسي کولای يوه تن يې د نوم د نه اخيستلو په شرط دويچه ويله ته وويل، چي د طالبانو دغه ګواښ د دوى له پاره لويه اقتصادي ضربه ده او د کال په دې موسم کې يې د باغونو حاصلات په ځانګړي ډول انګور رسيدلي او له دوى څخه د شپې شکول او د ورځي بازار ته وړل غواړي.

«امريکايان او افغان ځواکونه د تلاښۍ له پاره زموږ مځکو، باغونو او کوڅو ته راځي او طالبان ماينونه ورته ايږدي. موږ چي خپلو باغونو ته ورځو په ماينونو کي خېژو. طالبان راته وايي، چي له مازديګر تر سهاره له کورونو څخه مه راوزی، اوس موږ څه وکړو، مېوې مو په باغونو کي ورستيږي او که ورځو په ماينونو وژل کېږو.»

د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزى هم د خلګو خبره مني او وايي دا د پرديو هيوادونو اقتصادي جګړه ده، چي سږکال د خلګو د حاصلاتو ټولولو پر مهال راپيل سوې ده.

د هغه په خبره وسله وال د مخامخ جګړې توان نه لري او يوازې د ماينونو په ښخولو سره غواړي چي د خلګو ژوند او اقتصاد له ګواښ سره مخ کړي:

«دا اقتصادي جنګ دى، له پاکستان څخه وسله والو طالبان ماينونه راوړي يا يې دلې جوړوي، د خلګو د کورونو، باغونو او مځکو په لارو کې يې ښخووي. دوى د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى دى او يوازي د ماين په ښخولو خپل ځان فعال ښيي. موږ تلاښ کوو چي خلګ له دې ستونزو وژغورو.»

په ولايتي شورا کي د پنجوايي ولسوالۍ د خلګو استازى اغا لالى دستګيري وايي چي دوى ته د ولسوالۍ زياتو خلګو په دې اړه شکايت کړى دى. د ده په خبره په باغونو او کروندو کې د ماينونو ښخول نه يوازي د خلګو اقتصادي تاوان دى، بلکي هره اوونۍ لسونو بېګناه هيوادوال هم پکښي وژل کېږي.

د سيمي خلګ له طالبانو څخه غواړي چي د دوى له تکليف څخه لاس واخلي. د خلګو په قول دا ديرش کاله سخت ځورېدلي، مرګ ژوبله ورته اوښتې ده او اقتصادي له خاورو سره خاوري سوى دى.

پنجوايي د کندهار ښار سويل لوېديځ پلوته په پنځه ويشت کيلو مترۍ کي پرته ولسوالي ده. د دې ولسوالۍ ډېرى خلګ په کښت او کرونده اخته دي. مهم پيداوار يې انګور، انار او غنم دي.