يونان خپل د سپما سياست ته دوام ورکوي
۱۳۹۱ دی ۲۳, شنبهاعلان
له مالي کړکیچ سره مخامخ هيواد یونان، خپل سخت بودجوي سیاست ته ادامه ورکوي. په دې ترڅ کې د دې هیواد پارلمان د درو حکومتي ګوندو په ملاتړ په آتن کي د هراړخیزو مالياتي اصلاحاتو د پلي کولو پریکړه وکړه.
د نوو بودجوي سیاستونو له مخې به سږ کال ټول ټال دوه نیم میلیارډه یورو وسپمول شي. د دغو نوو اصلاحاتو پر اساس به د نورو تر څنګ د شرکتو ماليې لوړي شي.