1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يورگن کلينسمن بيا آلمان ته تشريف راوړي

۱۳۸۵ اسفند ۹, چهارشنبه

د آلمان د فوټبال د ملي لوبډلې ترينر يا روزونکی يورگن کلينسمن نن چار شنبې د آلمان د لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل له خوا د آلمان تر ټولو جگ مډال تر لاسه کوي. د آلمان دولت په مطبوعاتو کې راغلي دغه ډول اوزاې د سه شنبې په ورځ تائيد کړې وې. دا چې کلينسمن ته به دغه وياړ چېرته ورپه برخه شي په اړه يې څه نه دي ويل شوي.

https://p.dw.com/p/DKJi
کلينسمن د آلمان تر ټولو جگ مډال تر لاسه کوي
کلينسمن د آلمان تر ټولو جگ مډال تر لاسه کويانځور: AP
کلينسمن د ملي ټيم د روزونکي په توگه استعفی ورکړې وه او بيا د امريکې کليفورنيا آيالت ته کډه وړې وه. تر اوسه پورې يې آلمان ته د ستنېدلو بلنې تل رد کړې وې. کلينسمن هغه مهال تشريف نه درلود کله چې د آلمان ولسمشر هورست کولر د آلمان د فوټبال د ملي ټيم په نړيوالو اتلوليو کې د درېيم مقام د گټلو په وياړ يوه لمانځنه رابللې وه، او همدارزا د ده ځای د اتلوليو په باره کې د يو فلم په ننداره کې هم خالي و.