1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«يا مسلمانان شئ او يا کوچ وکړئ»

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۵, شنبه

د پاکستان د پنجاب ایالت په منډي بهاوالدین ولسوالۍ کې مذهب ته د سپکاوي پېښې په هکله د رپوټونو تر خپریدو وروسته، څو تنو د دغې سیمې له عیسوي اوسیدونکو څخه غوښتي دي چې یا خو دې مسلمانان شي او یا هم دغه سیمه پریږدي.

https://p.dw.com/p/1Inn2
انځور: picture-alliance/dpa/I. Sheikh
ډیري وختونه په پاکستان کې د مذهبي لږکیو پر وړاندې د تبعیضي چلند څخه کار اخیستل کیږي. دا ډول یوه پیښه د پنجاب ایالت په منډي بهاوالدین سیمه کې هم رامنځته شوي ده.

د سیمه ییزو رسنیو د رپوټونو په حواله د دغې سیمې نږدې ۳۰۰ عیسوي اتباعو ته گواښ شوی دی چې یا خپل دین بدل کړي، یا دې له دغې سیمې څخه ووزي او یا دې هم د عمران مسیح په نوم هغه ځوان دوی ته وسپاري چې اسلام ته یې سپکاوې کړی دی.

د بشري حقونو یو فعال او خبریال سلیم اقبال له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي: «څو ورځې مخکې د عمران مسیح په نوم یو شخص چې په یوه سیمه ېېز روغتون کې د صفائې کار کوي په خپل مبائل تلیفون کې یو څه لیدل چې د محمد بلال په نوم ملگري یې هغه ولید.

وروسته تر دې محمد بلال ادعا وکړه چې عمران مسیح خپل گرځنده تلیفون کې (اسلام ضد او شخړیز) مواد کتل او په دې توگه هغه «توهین رسالت» یا اسلام ته سپکاوی کړی دی.

ژوند په خطر کي

سلیم اقبال زیاتوي چې تر ستنیدو وروسته عمران مسیح خپل تلیفون مات کړ او وې ویل چې پر هغه د درواغو تهمت لگول شوی په داسې حال کې چې مذهب ته یې هیڅ ډول سپکاوی نه دی کړی.

په لومړي سر کې دغه معامله سړه شوې وه، خو کله چې دغه خبر د کلي نورو خلکو ته ورسید هغوې دا مساله له سره پورته کړه، خلک را وپاریدل او ویل یې: دا چې عمران مسیح پریښودل شوی دی دا یوه ډیره لویه تیروتنه شوې.

په همدې منځ کې عمران مسیح خپل ژوند په خطر لیدلې دی او له خپل کلي څخه تښتیدلې دی. دا چې هغه چیرته دی هیڅ معلومات نشته. سلیم اقبال دویچه ویله ته وویل: «د می میاشتې په ۶ د جمعې په ورځ نفرت پارونکي تقریرونه پیل شول او ورسره هم پر مسیحیانو لفظي بریدونه وشول.»

د «چک چوالیس» سیمې یوه عیسوي استوگن عامر یعقوب په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «تر دې پېښې وروسته، زمیندارانو عیسویانو ته گواښونه وکړل چې د دوی کورونه به ترې واخیستل شي.» سربیره پر دې دا هم ویل کیږي چې سیمه ییزو هټیوالو او دوکاندارانو پر عیسویانو د هر ډول توکو له پلورلو څخه انکار کړی دی.
په لاهور کي پوليس د کليسا د ساتنې پر وخت
په لاهور کي پوليس د کليسا د ساتنې پر وختانځور: AFP/Getty Images/A. Ali
عیسویان خپل کورونه پریږدي

په دې سیمه کې عیسویان ۴۰ کورونه لري چې شاوخوا ۳۰۰ تنه په کښې میشت دي. تر دغې پيښې وروسته په یوه اونۍ کې نږدې ۲۰ کورونه خالي شوي دي او خلکو خپل کورونه پريښې دي او پاتې نور هم د تلو په تکل کې دي.

خبریال عامر یعقوب او د عیسویانو استازي سلیم اقبال دویچه ویله ته ویلي دي چې عیسویان خپل کورونه پریږدي او کډه کیږي. دوی زیاتوي چې په سیمه ېېزه توگه اعلان شوی دی چې د عمران مسیح په هکله اطلاع ورکوونکي ته ۱۰۰ زره او دستگیر کونکي ته به یې ۲۰۰ زره کلدارې نقدي انعام ورکړل شي.

د پولیسو مشر ظفر اقبال ډاډ ورکوي چې په کلي کې عیسویان له هیڅ ډول خطر سره نه دي مخامخ او نه هم چا ورته گواښ کړی دی. اقبال وایې چې پولیسو له اړونده کسانو سره تر خبرو کولو وروسته یوه کمیټه جوړه کړی، څو دغه مساله وڅیړي.» د نوموړي په خبره تر اوسه پورې په ترسره شوو څیړنو کې هیڅ کومه ځانگړې خبره نه ده راښکاره شوې.

خو سلیم اقبال بیا وایې چې پولیس تل داسې معاملې له پامه غورځوي. په لاهور کې د (هومن رائټس کمیشن اُف پاکستان) یا بشري حقونو د څار ادارې د لاهور څانگې مشر زمان خان وایې چې که څه هم پولیسو پر وخت مداخله کړی، خو لکه د تیر په څیر اوس هم کیدای شي کومه خواشینې کونکې پيښه رامنځته شي.