1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وېستروېله: پر ايران د پوځي بريد بحث گټور نه دئ

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه
https://p.dw.com/p/14Qzg

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو وېستروېله ويلي دي چي د ايران پر ضد د پوځي بريد بحث گټور نه دئ. نوموړي د يوې المانۍ مجلې فوکوس سره په مرکه کي ويلي دي چي د ايران پر ضد د بنديزونو لگولو په ترڅ کي بايد لا زيات هيوادونه ملگرتیا وکړي. وېستروېله زياته کړې ده چي د ممکنه پوځي بريد په هکله بحث گټور نه دئ. الماني وزير د اسرائيل د امنيت او بقا په وړاندي يو ځل بيا د المان ژمنتیا تکرار کړې ده او ويلي ئې دي چي دا د المان دولتي تگلاره ده چي پکښي بدلون نه سي راتللای. وېستروېله په داسي حال کي دا څرگندونې کړي دي چي په زیاته بيا په اسرائيل کي پر دې بحث روان دئ چي ايا د ايران اتومي دستگاوي په نښه کړي که څنگه.