1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویکیلیکس: ایتالیا په 2008 کال کي جزیه ورکوله

۱۳۹۰ مرداد ۲۲, شنبه

د ویکیلیکس د ویب پاڼي لخوا بربڼد شوي امریکايي ډیپلوماتیک سندونه ښيي چي امریکا پر هغو ایتالوی ځواکونو چي په افغانستان کي میشت ول ځکه نیوکي کړي وي چي د دوي په اند د دغه هیواد استخبارتي شبکي طالبانو ته «جزیه» ورکوله

https://p.dw.com/p/12Fzt
د ویکیلیکس ویب پاڼه
د ویکیلیکس ویب پاڼهانځور: picture-alliance/dpa

د دغو سندونو په حواله ایټالوی ځواکونو طالبانو ته د جزيي په توګه پیسي ورکولي، ترڅو د هغوې تر بریدونو لاندي را نه شي. په سندونو کي دا هم راغلي چي د همدې لپاره ایټالیاوي ځواکونو په افغانستان د نورو په پرتله لږ تلفات درلودل.

د ایتالیا حکومت لا د وختي دغه موضوع رد کړې وه چي دوی طالبانو او یا هم نورو ډلو ته پیسې ورکولې.

دا په داسي حال کي ده چي په 2008 کال کي 10 فرانسوي سرتیري وروسته له هغي د دغه کال د فبروري په میاشته کي ووژل شول چي دوی د ایټالیاوي ځواکونو څخه په افغانستان کي د یوې سیمي امنیتي چاري په لاس کي واخیستې.

په هغه وخت کي امریکايي چارواکي د دغي موضوع په اړه دومره اندیښمن ول چي ایتالیا ته د دغه هیواد د هغه مهال سفیر د ایټالوی چارواکو سره په دغه اړه خبری کړي وي.

د 2008 کال په اکتوبر میاشته کي ایټاليا ته د امریکا د سفیر لخوا واشنټن ته په استول شوي دیپلوماتیکو پیغامونو کي افغانستان کي د ایتالوی ځواکونو د فعالیتونو په اړه لیکل شوي وو:

«په خواښنۍ سره د دغي همکارۍ اهمیت د ایټالیا هغو کوښښونو چي نه غواړي په جګړي کي ونډه واخلی او طالبانو ته جرمانه ورکوي، تر تاثیر لاندي راوستی.»

دغه امریکايي چارواکي همدا راز ویلي وو چي که څه هم دغه خبره چي ایټالوي ځواکونه طالبانو ته جرمانه ورکوي، تر یوه حده پر ځینو آوازو پوري تړلي، خو بیا هم حقیقت دا دی چي ایټالیا په افغانستان د نورو هیوادونو پر پرتله کم سرتیري له لاسه ورکړي دي.

په هغه وخت کي ایتالیا ته د امریکا سفیر دغه موضوع د ایتالوی چارواکو سره شریکه کړي وه او واشنتن ته په خپلو استول شویو دیپلوماتیکو سندونو کي یي ویلي وو چي ایتالوی چارواکو ده ته ډاډ ورکړی چي که دغه خبره رښتیا وي نو هغوی به یي په وړاندي اقدام وکړي.

ایتالیا ته د امریکا سفیر همدا راز زیاته کړي وه چي که دغه موضوع رښتیا وي نو ایتالوی ځواکونه د ایتلاف نور سرتیري د خطر سره مخامخ کوي.

متحده ایالاتو د دغي موضوع په اړه د 2008 کال په اپریل او جون په میاشتو کي انديښنه څرګنده کړي وه خو د ایتالیا حکومت د 2009 کال په اکتوبر کي د «لندن تایمز» د ورځپاڼي هغه رپورت رد کړ، چي په کي ویل شوي وو چي د ایتالیا استخباراتي سازمان د سروبي په ولسوالۍ کي طالبانو او جنګسالارانو ته پیسي ورکوي.

په دغي سیمي کي فرانسوي ځواکونه یوازی یوه میاشت وروسته له هغي چي د ایتالوي ځواکونو څخه یی امنیتی مسولیت په غاړه واخیست، د وسلوالو له کمین سره مخامخ شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولی اڅکزی