1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویسترویله سینګال ته ورسید

۱۳۹۱ آبان ۱۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16aoI

د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، لویدیځې افریقا ته د خپل سفر په ترڅ کې سینګال ته ورسید. د ویستر ویله د سفر یوه اساسي موضوع د مالي هیواد د وضعیت په اړه خبرې کول دي. د المان د بهرنیو چارو وزیر د سینګال پلازمینه داکار ته تر رسیدو وروسته د مالي د کړکیچ د حلولو له پاره د المان د مرستو پر وړاندیزونو باندې ټینګار وکړ.

المان ویلي دي چې د مالي د امنیتي کړکیچ په پای ته رسولو کې له دې هیواد سره مرسته کولو ته چمتو دی. په دې ترڅ کې به المان د مالي هیواد پوځ وروزي.

په مالي کې اسلامپاله افراطیانو د دې هیواد شمالي برخې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې اوس د مالي په شمال کې وګړي سنګساریږي او ماشومان د سرتیرو په توګه ګومارل کیږي.