1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وکیل: روحي فشارونه د کندهار د پېښي تر شا ول

۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعه

په افغانستان کې د ۱۶ تنو ملکي افغانانو د وژونکي امریکایي سرتیري مدافع وکیل ویلي دي دغه سرتیری تر روحي فشار لاندي وو نو ځکه ئې د کندهار پېښه رامنځ ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/14LYb
انځور: picture alliance / k89/ZUMAPRESS.com

د سرتیري وکیل ویلي دي هغه د څلورم ځل له پاره د جگړي په جبهه کې گومارل شوی وو او همدا راز ئې خپل یو شمیر ملگري په ټپي حال کې لیدلي ول چې له کبله ئې تر ډیر روحي فشار لاندي راغلی وو.

د نوموړي امریکایي سرتیري مدافع وکیل جان هینري براوني ویلي دي چې دغه ۳۸ کلن تورن سرتیری تر دې مخکې په عراق کې د دندې د تر سره کولو پر وخت دوه وارې ټپي شوی وو. د هغه په وینا دغه سرتیري یو ځل بیا د جگړي جبهي ته د نه استول کیدو غوښتنه کړې وه.

دغه امریکایي سرتیري د تیري یکشنبې په ورځ د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې له خپلې پوځي اډې څخه په نیمه شپه ووت او د زنگاوات په سيمه کې ئې په درو کورونو کې د نهو تنو ماشومانو په گډون ۱۶ تنه ملکي وگړي ووژل او څو تنه ئې ټپیان کړل.

براوني په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي دي: «نوموړي سرتیري او د هغه کورنۍ ته ویل شوي وو چې په منځني ختیځ کې د هغه د ماموریت دوره پای ته رسیږي. د هغه کورنۍ دا هیله لرله چې هغه به یو ځل بیا جبهې ته نه لیږل کیږي.»

یوې بلي امریکایي سرچینې چې نوم ئې نه دئ بربنډ شوی نیویارک تایمز ته ویلي دي چې فشار، الکول کورنۍ جگړې د دې لامل وو چې هغه ئې دې کار ته وهڅاوه.

د نوموړي مدافع وکیل د نیویارک ټایمز د راپور په اړه ویلي دي چې د دې سرتیري له خوا د الکولو د استعمالولو په اړه معلومات نه لري خو روحي فشار ئې یو لامل بللی دئ. وکیل د سرتیري او د هغه د کورنۍ تر منځ د ستونزو د شتون خبره بې ځایه بللې ده.

براوني په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې پوځي وکیلانو د مرگ د سزا په اړه خبري کړي دي او کیدای شي چې هغه ته دغه سزا ورکړل شي.

د مدافع وکیل په وینا تر دې مخکی نوموړی سرتیري درې واره عراق ته استول شوی وو او د ماموریت پر وخت پر سر او پښو ټپي شوی وو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش