وکيلان: د کرزي پلويان د وسلو سره غونډو ته راځي
۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبهد افغان ولسمشرحامد کرزي مخاليفو وکيلانو د نوموړي يو شمير پلويان د ملي شورا غونډو ته د وسلو په دننه کولو تورن کړي.
په دغه اخ او ډب کي د کابل استازي جنرالي نظيمې ذکي د جرګې په غونډه کي د کوچيانو استازي حميده احمدزۍ وډبوله.
د دغو دوو وکيلانو تر منځ وروسته ترهغه شخړه رامنځ ته سوه، چي په پارلمان کي يو شمير وکيلانو کرزی د دوی د مصوبو په نه پلي کولو تورن کړ او ځينو نورو خو بيا ورته د ملي خاين لقب ورکړ.
د کرزي ضد وکيلانو د پاکستان د توغنديزو بريدونو په وړاندي د کرزي چوپ دريځ وغانده له بل لوري حکومت پلوه وکيلانو بيا د مارشال فهيم او خليلي چوپه خوله پاتي کيدل هم له ملت سره جفا وبلل.
د کندهار ولايت استازي لالي کرزي پلوي وکيلان د ولسي جرګې د غونډو په مختلولو تورن کړل او تور يې ولګاوه چي حکومت پلوي وکيلان له حکومتي نفوذ څخه په ګټي له وسلو سره پارلمان ته راځي.
«دا د ولس استازي دي، يو هغه وکيلان دي چي د رياست جمهوري استازي دي، هغه د رياست جمهوري استازي تاسو وليدل چي د ولسي جرګې تالار ته مسلح را ننوتي ول، نن يي زموږ غونډه له بحران سره مخ کړه، دلته يې هرج ومرج را منځ ته کړ».
دا لومړی ځل دي، چي د نوي پارلمان تر پرانيستني وروسته د پارلمان په مينځ کي د ښځينه وکيلانو تر منځ دلاس اچولو ته خبره رسيږي او دغه کار د پارلمان حيثيت ته هم سخت تاوان رسولی.
يو شميروکيلان وايي چي ملت له خپلو استازو داسي تمه نه لري چي د سلګونو خلکو مخ ته او د ټلويزيوني کمرو پر وړاندي يو پر بل د سوکانو ګزارونه وکړي.
اوس د افغانستان خلکو ته دا مهمه ده چي پارلمان خپل حيثيتت وساتي او دا ځل ممکنه ده چي حکومت د پارلمان ډيرو پريکړو ته غاړه کښېنږدي.
له بل لوري ويل کيږي چي ولسمشر کرزي د ۱۷ کسانو داسي يو نوم لړ د ټاکنو کمېسيون ته استولي چي پکښي د هغو زړوکانديدانو نومونه ځای سوي، چي کرزی يې بيرته په پارلمان کي موجوديت غواړي.
د دغو وکيلانو نومونه دوې اونۍ دمخه د انتخاباتي شکايتونو د رسيدګۍ د ځانګړي محکمې له لوري د درغليو په سبب د برياليو کانديدانو له ډلي څخه ايستل سوي ول.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل