1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وړاندې ته نظر- د امريکې د ولسمشرۍ کانديدان په اقتصادی کړکيچ څرنګه برلاسی غواړی

۱۳۸۷ آبان ۹, پنجشنبه

د سپتامبر په پای کې ميک کين هڅه وکړه چې په ننداريزه ډول چارو ځانته مثبت ټکي راټول کړی.

https://p.dw.com/p/FkHX
انځور: AP/picture alliance/dpa/DW

ده خپلې ټولټاکنې خوشې کړی، څو پلازمينې ته ولاړ شی او د سنا په مجلس کې چيری چې د 700 مليارده ډالرو د ژغورنې پروګرام د ناکامی په حال کې وو د جمهوری غوښتونکو د استازو په ليکه کې د اکثريت غم وخوری.

د دې لپاره يی حتی د ولسمشرۍ د کانديدانو لومړۍ تلويزونی مقابله هم په شا واچوله. د ميک کين شعار: له جوړې پرته بحث نه کيږی:

زه د ټولټاکنو خپل ټیم مؤظفوم چې د اوباما له کمپاين او د ولسمشرۍ د چارو له کميسيون سره په ګډه کار وکړی چې خبرې اترې د جمعې ورځې ته په شا واچوو ترڅو مو داسې لارې چارې موندلې وی چې له دغه کړکيچ څخه ووځو.

خو ميک کين بيا هم مقابلې ته لاړ که څه هم چې کومه جوړه نه ترسترګو کيده. له لومړیو رأيو اخيستنو څخه د ژغورنې پروګرام تير نه شو، بيا په دوهمو رأيو اخيستنو کې ورته اکثريت رأيې ورکړې. په سنا کې هم ده او هم اوباما د کانګرس د نورو غړو په شان د ژغورنې پروګرام ته رأيې ورکړې. خو دا نه د قناعت په ډول بلکې د د تنګسې له کبله. ميک کين وايی:

« موږ بايد په واشنګتن او وال ستريت کې د فساد او نالايقۍ له کبله زموږ د اقتصاد تاوان ته خاتمه ورکړو. زموږ اقتصاد لاهم تاوانی کيږی او د دې لپاره بايد لاهم لارې چارې په کار واچول شی.»

BdT McCain
مک کين: موږ بايد په واشنګتن او وال ستريت کې د فساد او نالايقۍ له کبله زموږ د اقتصاد تاوان ته خاتمه ورکړو.انځور: AP

اوباما هم د ژغورنې د پروګرام لپاره مثبته رأيه ورکړه چې هغه وخت ده غوښتنه وکړه:

« موږ بايد دې ته هڅه وکړو چې د ماليې وزير پاولسون دبې اعتباره کريدتونو يا پورونو پيرودنې ته داسې سازمان ورکړی چې د ماليې ورکوونکی هم خوندی وی، دا ډيره مهمه ده.»

له دې پرته اوباما ددې ټينګار هم وکړ، له هغو کسانو سره چې کورونه يې په پور اخيستی دی، اواوس يې د ليلام خطر تهديدوی، هم مرسته وشی. دا غوښتنه وروسته ميک کين هم وکړه. ده وويل چې حکومت بايد د ژغورنې د پروګرام له 700 ملياردو ډالرو څخه د دا ډول کورنو خاوندانو ته د مرستې په خاطر هم پیسې بيلې کړی.هغوی چې د کورونو پورونه بيرته نه شی ورکولای. ميک کين وايي:

« زه له حکومت څخه هيله کوم چې همدا اوس معامله وکړی او د ګروۍ پورونه وپيری تر څو خلک په خپلو کورونو کې پاتې شی.»

دﺉ دا ډول وايي چې حکومت بايد د دې غم وخوری چې دغه خلک ثابت پورونه تر لاسه کړی.

خو د دواړو کانديدانو د څرګندونو او هڅو د پايلو اثر به د راتلونکې زيږديزې مياشتې په څلورمه نيټه خپله څيره څرګنده کړی او د امريکې د متحدو ايالتونو راتلونکی نوی ولسمشر به راوپيژندل شی.