1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسټر وېله و بالقان ته سفر کوي

۱۳۸۹ شهریور ۳, چهارشنبه

د سربستان او کوزوؤ تر منځ اړيکي ښې ندي. پداسي حال کي چي د 2010م ميلادي کال په يوه پرېکړه کي نړيوالې محکمې د کوزوؤ خپلواکي قانوني وبلله سربستان تر اوسه پوري خپله دغه پخوانۍ برخه د خپلواک هيواد په توګه نه مني.

https://p.dw.com/p/OvOj
د المان د بهرنيو چارو وزير ګيډو وسټرويلهانځور: AP

د المان د بهرنيو چارو وزير ګيډو وېسټرويله به و کروييشيا، سربستان، بوزنيا او کوزوؤ ته د خپل سفر پر وخت د خوشبينيو د زياتولو هڅه وکړي. د بهرنيو چارو د وزير سره د بهرنيو چارو د وزارت وياند شټېفان برېډول هم ملګری دی. برېډول د ويسټروېله د سفر په هکله وايي:

« که موږ دغه هيوادونه د لسو دولسو او پنځلو کالو پخواني وخت سره پرتله کړو نو به راته څرګنده سي چي که څه هم په بېله کچه خو په ټولو کي ډېر مثبت بدلونونه او برياوي منځ ته راغلي دي. او د خپل سفر پر وخت به پر دغو لاس ته راوړنو خبرې ورکړل سي، چي ددغه سفر يو پيغام همدا دی.»

خو بالقان پوهان د دغې سيمي وضعې ته په ډېره خوشبيني نه ګوروي. د چهارشنبې په ورځ ويسټرويله و زغرب ته رسيږي چيري چي به هغه د علومو په يوه اکاډمۍ کي وينا واوروي. ددغې وينا موضوع به د بالقان به هکله د المان تګلاره وي. کروييشيا چي ښايي ډېر ژر به د اروپايي ټولنې غړی هيواد وګرځي د المان د بهرنيو چارو د وزير لپاره د سفر هغه مشکله برخه نه تشکيلوي. د ويسټرويله لپاره به د سفر ستونزمنه مقامونه سربستان او بوزنياهرڅوګووينا وي چيری چي به هغه د زيارت په ورځ ورسيږي.

Kosovo NATO Russland Kosovo Schutz Korps in Pristina
د 2010 ميلادي کال په جولای کي نړيوالې محکمې د کوزوؤ آزادي قانوني وبللهانځور: picture-alliance/ dpa

بوزنيا هرڅوګووينا چي د کلونو راهيسي د اساسي قانون د ستونزې سره مخامخ ده پکښي لږ موده وروسته ټاکنې تر سره کيدونکي دي. ويسټر ويله و بوزنيا هرڅوګووينا ته د خپل سفر پر وخت يوازي ښايي پر دې ټينګار وکړي چي د دغه هيواد خلک د اکتوبر د 3 يمي نېټي په ټاکنو کي معدلو سياستوالو ته رايې ورکړي.

د سربستان او کوزوؤ تر منځ اړيکي ښې ندي. پداسي حال کي چي د 2010م ميلادي کال په يوه پرېکړه کي نړيوالې محکمې د کوزوؤ خپلواکي قانوني وبلله سربستان تر اوسه پوري خپله دغه پخوانۍ برخه د خپلواک هيواد په توګه نه مني. سربستان غواړي چي په سپتامبر کي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د کوزوؤ د خپلواکی په تړاو يو پرېکړه ليک وړاندي کړي.

ویسټرويله و بالقان ته د سفر څخه يوه ورځ تر مخه د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د کمشنري کاترين اېشټون سره خبري کړي دي. ويسټرويله به و سربستان ته د سفر پر وخت د دې هڅه وکړي چي سربستان پدې قانع کړي چي د کوزوؤ خپلواکي ومني. هغه پداسي حال کي چي المان کوزوؤ په رسمي توګه يو خپلواکه هيواد پېژندلی دی. د بهرنيو چارو د وزارت وياند شټېفان برېډهول ټينګار کوي چي:

« ويسټرويله به په سربستان کي تقاضاوي نه کړي وړاندي. خو دا خبره هم څرګنده ده چي المان کوزوؤ په رسمي توګه پېژندلی دی او مهمه دا ده چي اوس هڅه وسي چي پدې موضوع کي د سربستان او کوزوؤ تر منځ واټنونه لږ سي او سربستان پدې هلکه اروپايي دريځ خپل کړي.»

پداسي حال کي چي د اروپايي ټولنې پنځو غړو هيوادونو لا کوزوؤ په رسمي توګه د خپلواکه هيواد ندی پېژندلی نو المان او نور غړي هيوادونو پر سربستان دا شرط نسي لګولای چي په اروپايي ټولنه کي د غړيتوب لپاره بايد اول کوزوؤ په رسميت وپېژني.

د جمعې په ورځ به ويسټرويله کوزوؤ ته ولاړ سي چيري چي به د هغه ډېر هرکلی وسي ولي چي المان يې په خپلواکۍ کي کومک کړی ؤ. ويسټرويله به د کوزوؤ په پارلمان کي يوه وينا هم واوروي او په دغه هيواد کي د ځای پر ځايو سوله ساته الماني عسکرو د مقر څخه به هم ليدنه وکړي.

کارپوهان او يو لړ سياستوال وايي چي د المان د بهرنيوچارو د وزارت په سياست کي بايد د بالقان په هکله لا پياوړې تګلاره وجود ولري. د کارپوهانو په وينا د بالقان ستونزې د اروپا ستونزې دي او بايد د حل لپاره يې اروپايي ټولنه لا زياتي هلي ځلي وکړي.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی/شوکا انيلا

کتونکی: نجيب الله زيارمل